ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د چرګانو فارمونه هره ورځ ٣٠ ټنه غوښه بازار ته وړاندې کوي

د کندهار د چرګانو فارمونه هره ورځ ٣٠ ټنه غوښه بازار ته وړاندې کوي

author avatar
23 Jan 2017 - 12:57
د کندهار د چرګانو فارمونه هره ورځ ٣٠ ټنه غوښه بازار ته وړاندې کوي
author avatar
23 Jan 2017 - 12:57

کندهار (پژواک، ٤ سلواغه ٩٥): په کندهار کې د چرګانو روزنې په دې وروستیو کلونو کې ډېره وده کړې او پر فارمونو یې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده.

په دې ولایت کې دا مهال د چرګانو د روزلو ۴۷۰ فارمونه فعال دي چې ۱۲ یې د هګیو او پاتې یې د غوښې د تولید دي.

دغو فارمونو د کندهار د خلکو تر ۷۰ سلنې د چرګانو د غوښې اړتیا پوره کړې ده.

خو د چرګانو د فارمونو مسوولین وايي، له یو شمېر ستونزو سره مخ دي، که حکومت دغه ستونزې حل کړي نو نه یوازې په کندهار، بلکې د سوېلي زون په ډېرو ولایتونو کې د چرګانو د غوښې اړتیا پوره کولای شي.

د کندهار د کرنې ریاست د ترویج مدیر انجنیر محمد الله نوري له پژوک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په دې ولایت کې د چرګانو روزنې په وروستیو شپږو کلونو کې ډېره وده کړې او دا مهال یې د فارمونو شمېر ۴۷۰ ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه، په دغو فارمونو کې ۱۲ یې د هګیو او ۴۵۸ د چرګانو د غوښې د تولید دي، په داسې حال کې چې ۶ کاله وړاندې په ټول کندهار کې د چرګانو د روزنې ۲۳ فارمونه موجود وو.

د ده په وینا، دغه فارمونه د کندهار ښار تر څنګ په نږدې ولسوالیو ډنډ، دامان، ارغنداب، ژیړۍ، پنجوايي، تخته پُل او سپین بولدک ولسوالیو کې جوړ شوي چې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه ورباندې شوې ده.

دی وايي، د هګیو د تولید فارمونه د ورځې ۱۰۰ زره هګۍ او د چرګانو د تولید فارمونه د ورځې ۳۰ زره کیلو ګرامه غوښه بازار ته وړاندې کوي.

نوري زیاتوي، دغو فارمونو چې له ۵ تر ۱۰ زره چرګان په کې روزل کېږي، تر ۷۰ سلنې پورې د هګیو او غوښې اړتیا پوره کړې ده.

خو نوموړى یادونه کوي چې د ځینو ستونزو له امله د چرګانو د روزنې ۱۰۰ فارمونه سقوط شوي هم دي، که دغه فارمونه بېرته پرانیستل شي؛ نو بیا اړتیا نه پیښېږي چې له ګاونډیو هېوادونو د چرګانو غوښه راوړل شي.

د نوري په وينا، دغه فارمونه وروسته له هغه تړل شوي چې ناروغیو یې ډېر چرګان مړه کړل او پانګه وال یې سخت زیانمن کړل.

د کرنې ریاست د ترویج مدیر وویل، مخکې په دې ولایت کې د چرګانو د ناروغیو د تشخیص لابراتوار نه وو موجود او له بلې خوا له ګاونډیو هېوادونو څخه را واردېدونکي درمل هم بې کیفیته دي.

ده زیاته کړه، له نيکمرغه په دې وروستیو کې په کندهار ښار کې د CARD-F موسسې او یوه پانګه وال په ګډ لګښت د چرګانو د ناروغیو د تشخیص یو لابراتوار پرانیستل شو چې په پرمختللو وسایلو سمبال دی.

دی وايي، په دغه لابراتوار کې دوه ډېر مسلکي ډاکټران په کار ګومارل شوي چې په هندوستان کې یې د کرنې، مالدارۍ او چرګانو د ناروغیو د تشخیص په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې دي.

د هغه په خبره، دغه لابراتور به د زون په کچه فعالیت کوي او د پرمختللې ټکنالوجۍ په مرسته به د چرګانو د ناروغیو تشخیص او درملنه کوي.

دی وايي، په دې توګه نور هغه ستونزه حل شوې چې د چرګانو ناروغي به نه تشخیص کېدله او وخت په وخت به د بېلابېلو ناروغیو له امله په زرګونو چرګان مړه کېدل او پانګه وال به یې زیانمن کول.

په کندهار کې د چرګانو د روزنې فارم لرونکي وايي، له یو شمېر ستونزو سره مخ دي، که حکومت یې د هواري لپاره کار وکړي نو دغلته به نه یوازې د چرګانو روزنه نوره هم وده وکړي، بلکې سل فیصده د هګیو او غوښې اړتیا پوره کولای شي.

حاجي نصرالله په دې ولایت کې د چرګانو د فارم لرونکو د ټولنې مشر دی چې په خپله یې هم په دې برخه کې ډېره پانګونه کړې او د چرګانو د روزلو څو فارمونه لري.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، د چرګانو د ناروغیو د تشخیص لپاره د اسانتیاوو نشتوالی، د اړوندو ډاکټرانو کمښت، د درملو خراب کیفیت او د چرګانو پر خوراک لوړه مالیه اخیستل د هغوی عمده ستونزې دي.

ده وویل، له نيکمرغه لومړۍ ستونزه تر ډېره بریده حل شوې او په کندهار ښار کې د چرګانو د ناروغیو د تشخیص لومړنی لابراتوار جوړ شوی دی.

خو دی وايي، د چرګانو لپاره درمل له پاکستان یا ایران څخه راوړل کېږي چې تر ډېره بریده یې کیفیت ټيټ او د ګټې پر ځای زیان اړوي.

د هغه په وينا، د چرګانو لپاره خوراکه هم له پاکستانه راوړل کېږي چې حکومت ورباندې لوړه مالیه اخلي او دوی ته ډېره ګرانه تمامېږي.

ده له حکومته وغوښتل چې یادې شوې ستونزې حل کړي، څو دغلته د چرګانو روزنه نوره هم وده وکړي او د چرګانو د غوښې په برخه کې پر نورو هېوادونو تکیه کمه شي.

د احمد الله په نوم یو بل پانګه وال چې د چوچه کشۍ یو شمېر فارمونه یې جوړ کړي هم د ورته ستونزو یادونه کوي.

نوموړی وايي، د کرنې او مالدارۍ وزارت دې له ګاونډیو هېوادونو څخه د چرګانو لپاره راوارېدونکي درمل کنټرول کړي او د هغو درملو د واردولو مخنیوی دې وکړي چې د خراب کیفیت له امله دوی ته زیان اړوي.

هغه دغه راز وویل چې دغه وزارت دې په هېواد کې دننه د چرګانو د خوراکې د تولید د فابریکو جوړولو لپاره زمینه برابره کړي، څو خلک مجبور نه شي چې خوراکه له پاکستان یا ایران څخه راوړي.

نوموړي یوې بلې ستونزې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، په داسې حال کې چې په کور دننه د چرګانو د روزنې فارمونه د هګیو او غوښې اړتیا پوره کولای شي، خو لا هم له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د چرګانو غوښه راوړل کېږي.

دی وايي، څه موده مخکې ګڼ شمېر فارم لرونکي د کندهار ولایت مقام ته ورغلي وو او له چارواکو یې غوښتنه کړې وه چې له پاکستان څخه دې د چرګانو او غوښې راوړل بند شي، ځکه دوی کولای شي دغه اړتیا په کور دننه پوره کړي، خو د دوی دا غوښتنه نه ده منل شوې.

د کرنې ریاست د ترویج مدیر انجنیر محمد الله نوري هم یادې شوې ستونزې مني او وايي چې د فارم لرونکو غوښتنې او ستونزې یې وخت په وخت له وزارت سره شریکې کړې دي.

نوموړي په کندهار کې د چرګانو د خوراکې د تولید په اړه وویل چې په دې برخه کې ۸ فابریکو فعالیت پیل کړی و، اوس مهال یوازې ۲ فابریکې فعالې دي خو هومره خوراکه نه شي تولیدولای چې اړتیا پوره کړي.

دی وايي، پاتې فابریکې د برېښنا د نشتوالي او یو شمېر نورو ستونزو له امله تړلې دي.

خو ده یادونه وکړه چې که د تړل شوو فابریکو فعالیت ته زمینه برابره شي، نو کولای شي ان د ټول هېواد له لپاره د چرګانو خوراکه تولید کړي.

د کندهار اوسېدونکي وايي په کور دننه د چرګانو روزنې ډېره وده کړې چې هم یې کیفیت ښه دی او هم یې بیه مناسبه ده.

ذبیح الله د کندهار ښار د عینو مېنې اوسېدونکی دی، نوموړی همدا خبره کوي او وايي مخکې چې دغلته د چرګانو د روزنې فارمونه کم وو نو چرګان له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راوړل کېدل.

ده پژواک خبري اژانس ته وویل، له پاکستان څخه هغه چرګان افغانستان ته راوړل کېدل چې ډېر به زاړه شوي وو او غوښې به یې هیڅ خوند نه درلود.

نوموړی په کور دننه د چرګانو د غوښې او هګیو د کیفیت ستاینه کوي او وايي حکومت ته په کار ده چې په دې برخه کې اسانتیاوې نورې هم ډېرې کړي، څو د خلکو اړتیا پوره شي او له پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو څخه د راوړل کېدونکو چرګانو او هګیو مخنیوى وشي.

Visits: 108

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.