ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز اوسېدونکي: د لويو لارو امنيت دې خوندي شي

د کندوز اوسېدونکي: د لويو لارو امنيت دې خوندي شي

author avatar
23 Jan 2017 - 17:00
د کندوز اوسېدونکي: د لويو لارو امنيت دې خوندي شي
author avatar
23 Jan 2017 - 17:00

 کندوز (پژواک، ٤ سلواغه ٩٥): د کندوز يو شمېر اوسېدونکي ددې ولايت پر عمومي لويه لاره د نا امنيو پر زياتوالي اندېښمن دي او له حکومته غواړي چې د امنيت ټينګښت ته جدي پاملرنه وکړي.

 د کندوز يوه اوسېدونکي حکيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندوز- تخار لويې لارې په اوږدو کې امنيتي ګواښونه د اندېښنې وړ دي.

هغه زياته کړه:((د لارو امنيت بيخي خراب دى، دوه ورځې وړاندې د پوځي محکمې مشر پر همدې لويه لاره وتښتول شو، له دولته مو غوښتنه داده چې د لويو لارو امنيت خوندي کړي، څو خلک په راحت سره تګ راتګ وکولى شي.))

 د کندوز ښار يوه بل اوسېدونکي صبور هم د کندوز عمومي لارې د اوسني وضعيت په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل چې حکومت د کندوز په ځانګړي ډول د لويې لارې په امنيت نيولو کې پاتې راغلى.

هغه زياته کړه:((د ښار په منځ او لويه لاره نا امني ډېره زياته شوې او دولت هم د امنيت راوستلو توان نه لري، که چېرته پاملرنه ونه شي، وضعيت به تر دې هم خراب شي.))

د کندوز ولايتي شورا هم د کندوز- تخار لويې لارې له  اوسني امنيتي وضعيته شکايت لري.

 د کندوز ولايتي شورا غړي رباني ربانى وويل چې حکومت د خلکو د امنيت خوندي کولو مسوول دى او اوسمهال لويې لارې نا امنه دي او خلک په ستونزو سره تګ راتګ کوي.

خو د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي وويل چې ددې لارې په اوږدو کې د امنيت خوندي کوونکې پوستې کمې دي او بايد زياتې شي.

هغه زياته کړه:((له بده مرغه چې د کندوز په وروستيو تحولاتو کې ځينې پوستې ويجاړې شوې او بايد له سره ورغول شي چې وضعيت ورسره ښه شي او موږ هم په پام کې لرو چې پر دې لويه لاره ډېرې پوستې جوړې کړو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.