اسعداباد (پژواک، ٤ سلواغه ٩٥): د کونړ په ولايتي روغتون کې د سترګو ناروغيو د درملنې څانګه نشته او په کال کې يو ځل د سترګو ډاکټران دغه ولايت ته سفر کوي.
ددې ولايت د ملکي روغتون رييـس ډاکټر محمد فاروق سهاک د سلواغې په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى د سترګوڅانګه او متخصص ډاکټران نه لري او هر کال له مرکز کابل څخه د سترګو د ډاکټرانو يوه ډله اسعداباد ته راغواړي.
هغه زياته کړه چې د کونړ خلک ډېر بې وسه دي او زياتره يې د دې توان هم نه لري چې له کونړه بهر د درملنې لپاره لاړ شي.
د ډاکټر سهاک په وينا، د سترګو دغه متخصص ډاکټران ټول وسايل له ځانه سره راوړي او په وړيا توګه د خلکو درملنه کوي.
دى وايي چې دغه ډله اوس کونړ ته راغلې او په تېرو څو ورځو کې يې د سترګو د سلګونو ناروغانو درملنه کړې ده.
د مير سلام په نامه د سترګو يو تن ناروغ چې له وټپه پور ولسوالۍ څخه راغلى و، پژواک اژانس ته وويل چې له ډېرې مودې راهيسې يې د سترګو نظر کم شوى او درد هم کوي.
هغه زياته کړه: (( ددې وسه نه لرم چې نورو ولايتونو او يا له هېواده بهر د درملنې لپاره لاړ شم او په دې ولايت کې هم د سترګو د درملنې اسانتيا نشته.))
د نوموړي په وينا، اوس خبر شوى چې دې ولايت ته له کابل څخه د سترګو ډاکټران راغلي ؛ نو دى هم ورته راغلى دى.
د نعيم جان په نامه يو بل تن چې خپل يوکلن زوى يې درملنې ته راوستلى و، پژواک ته وويل چې زوى يې پيدايښتي د سترګو ناروغي لري او اوښکې ترې بهېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن