ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پير سيد احمد ګيلاني خاورو ته وسپارل شو

پير سيد احمد ګيلاني خاورو ته وسپارل شو

author avatar
23 Jan 2017 - 16:52
پير سيد احمد ګيلاني خاورو ته وسپارل شو
author avatar
23 Jan 2017 - 16:52

جلال اباد (پژواک، ٤ سلواغه ٩٥): د سولې د عالي شورا پخوانى مشر پير سيداحمد ګيلاني په ننګرهار ولايت کې په خپل کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

پخوانى جهادي رهبر او د سولې د عالي شورا مشر پير سيد احمد ګيلاني وړمه ورځ د ٨٤ کلونو په عمر په کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.

د هغه د جنازې مراسم نن سهار په ارګ کې په داسې حال کې ترسره شول چې په کې ولسمشر اشرف غني، اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله، پخوانيو ولسمشرانو حامد کرزي اوصبغت الله مجددي، جهادي او سياسي مشرانو، د ملي شورا غړو، دولتي چارواکو او د پيرګيلاني د کورنۍ غړو برخه اخيستې وه.

د پير ګيلاني جسد وروسته ننګرهار ولايت ته ولېږدول شو چې په سرود ولسوالۍ کې په خپل   کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

په سره ولسوالۍ کې هم د هغه د جنازې لمونځ ادا شو چې په کې له يو شمېر جهادي او سياسي مشرانو سربېره، اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله،د نوموړي په سلګونو مريدانو او د کابينې يو شمېر غړو هم برخه اخيستې وه.

اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وويل چې پير ګيلاني د سولې په لار کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او د سولې شورا مشري يې له کوم امتياز  پرته قبوله کړې وه.

هغه زياته کړه،د سولې خبرې چې د ملي وحدت حکومت له لومړيتوبونو څخه دي روانې به وي او په نږدې وخت کې به د هغه ځای ناستی وټاکل شي.

نوموړي د خپلو خبرو پرمهال د ارواښاد کورنۍ او مريدانو ته تسليت وړاندې کړ او د هغه مړينه يې يوه ځايه وبلله.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل چې پير سيد احمد ګيلاني د افغانستان او افغانانو د پرمختګ او خپلواکۍ لپاره نه ستړي کېدونکي او د اهميت وړ خدمتونه ترسره کړي چې د افغانستان تاريخ به يې ياد ساتي.

نوموړي د ده په مشره له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې هوکړه ليک د هغه نه هېرېدونکی کار ياد کړ.

د پير سيد احمد ګيلاني زوی سيد حامد اغا له افغان حکومت، د ننګرهار له ولسونو او د پير ګيلاني له مريدانو مننه وکړه چې د هغه د جنازې او تدفين مراسم يې په  درناوي ترسره کړل.

د ننګرهار پخواني والي ګل اغا شېرزي ، پيرګيلاني د افغانستان د سولې علمبردار ياد کړ او د سولې په برخه کې يې د هغه هلې ځلې نه ستړې کېدونکې وبللې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.