کابل- افغانستان 4/11/1395 : د ټاکنو مشاهد بنسټ په توګه د نوي کرښې سازمان باوري دی ، چې د بریښنایي پیژندپاڼې د هیوادوالو د پیژندګلوي له پاره مناسبه لاره ده او راتلونکو ټاکنو تضمینونکی دی.
په دې ورځو کې د نفوسو د احوالو ثبت ادارې له خوا د کتابچه یي پیژندپاڼو ویش موضوع داسې مهال مطرح کیږي چې بریښنایي پیژندپانې بیخي هیره شوې..
به راتلونکو ټاکنو د درغلیو مخنیوي په موخه د نوي کرښې سازمان د بریښنایي پیژندپاڼو ویش اساسي بولي او د هیواد په اوسینو شرایطو کې د دغو پیژند پاڼو ویش مهم دې په داسې حال کې چې کتابچه یي تذکرې هیڅ راز ښه والۍ نه لري او د دې لامل کیږي چې یو ګام شته شو.
د کتابچه یي پیژندپاڼو په صورت کې به بریښنایی پیژندپاڼې په بشپړه توګه هیر شي او د راتلونکو ټاکو رنښت هم نه تضمینیږي.
د نوي کرښې سازمان په باور، بریښنایي پیژندپاڼې د هویت یوه مدرنه کارت دې او د هغه جعلي کول کم دی په داسې حال کې چې په کتابچه یي تذکرو کې جعل کاري زیات دي خو بریښنایي پيژند پاڼې د ټاکنو په رڼښت کې مرسته کوي.
بریښنایي پیژندپانې مرسته کوي چې د هر هیوادوال ځانګړتیاوې په دولتي ډیتابیس کې ثبت شي او د اړتیا پر مهال له هغه کار واخیستل شي.
د نوي کرښې سازمان د موندنو پر بنسټ، هیوادوال به د کتابچه یي پیژندپاڼو له ویش څخه ملاتړ ونه کړي او هغوی د بریښنایي تذکرو ویش ته په تمه دي.
ویل شویو مواردو ته په کتو که چیرې دغه بهیر د نفوسو د احوالو ثبت قانون توشیح وروسته پیل شوی وای اټل کیده چې د ټاکنو تر ترسره کیدو پورې له دغو کارتونو استاده شوي وای او نور به د پخوانیو رای کارتونو له پاره نه کارول کیده.
په پای کې د نوي کرښې سازمان د ملي یوالي له حکومته غواړي چې د کتابچه یي پیژند پاڼو ویش کې د خپل وخت تیرولو پر ځای دې د بریښنایي پیژند پاڼو مخه ونه نیسي او پریږدي چې دغه ملي بهیر د حکومت د کومې لاسوهنې پرته پیل شي.
با احترام
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن