ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سروې: ٦٠ سلنه خلک طالبان ترهګره او اجيره ډله بولي

سروې: ٦٠ سلنه خلک طالبان ترهګره او اجيره ډله بولي

author avatar
24 Jan 2017 - 20:06
سروې: ٦٠ سلنه خلک طالبان ترهګره او اجيره ډله بولي
author avatar
24 Jan 2017 - 20:06

کابل (پژواک،٥سلواغه ٩٥): د يوې تازه نظرارزونې پايلې چې ١١ ولايتونو کې ترسره شوې ده، ښيي چې شاوخوا ٦٠ سلنه خلک، طالبان يوه ترهګره ډله او د بهرنيو اجيران بولي او يواځې ٥سلنه يې د اسلامي ارزښتونو مدافعين بولي.

د يادې نظر ارزونې پايله چې د هشت صبح ورځپاڼې او خورشيد لوړو زده کړو موسسې له لوري ترسره شوې ده، نن اعلان شوه.

د هشت صبح ورځپاڼې سياسي برخې مسوول فريدون اژند، يوه خبري ناسته کې کابل کې وويل چې دا نظرارزونه کابل ښار او د غزني، کندهار، هرات، باميان، بلخ، بغلان، پروان، کاپيسا، ننګرهاراو بدخشان ولايتونو په مرکزونو کې د ٣٧١٧ کسانو  په ګډون او د فورم ډکولو له لارې ترسره شوې ده.

ځواب ويونکي چې ٦١.٣ سلنه يې نارينه او ٣٧.٨ سلنه يې ښځې وې، عمرونه يې له ١٨ کلونو لوړ او له دولسم ټولګي څخه فارغ شوي او يا يې لوړې زده کړې ترسره کړي دي، په ناڅاپي ډول ټاکل شوي او لاندې پنځو برخو کې د هغوى نظرونه اخيستل شوي دي.

د دولت کړنې

 ٤٧،٢ سلنه خلکو ويلي، چې افغانستان په سم لور روان نه دى؛ ٢٧،٩ سلنه خلک هيله من دي چې افغانستان په سم لور روان دى او٢٣،٧ سلنه خلکو په دې اړه نظر نه درلود.

د يادې څېړنې موندنو ښودلې ده چې نږدې ٤٠ سلنه خلکو ويلي چې دولت بايد له فساد سره مبارزه او د قضايي سيستم ښه توب ته لومړيتوب ورکړي، ٢٢،٦ سلنې په امنيتي چارو کې د اصلاحاتو راوستو، ١١.٣ سلنې د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو او ٩،٤ سلنې د پوهنې وده مهمه بللې او له دولت څخه يې غوښتنه کړي چې کاري لومړيتوب دې ورکړل شي.

٢١،٧ سلنې خلکو د معارف او لوړو زده کړو، ٢٠،٧ سلنې له فساد سره  د مبارزې او قضايي سيستم ښه توب او ٦،٥ سلنې خلکو د زياتو کاري فرصتونو رامنځ ته کولو په برخه کې د دولت اقدامات تاييد کړي دي.

قضايي سيستم

٥٣ سلنه خلکو د هېواد قضايي سيستم کې د رامنځ ته شوو اصلاحاتو په اړه بې خبري ښودلې، ٢٧ سلنه خلکو ويلي چې د پام وړ اصلاحاتو څخه خبر دي او ١٩ سلنې په دې برخه کې نظر نه دى ورکړى.

د دې نظرسنجۍ له مخې، ٤٥سلنې ويلي دي چې د هېواد قضايي سيستم کې د اصلاحاتو په اړه هيله من نه دي، ٢٩ سلنه دې موضوع ته هيله من دي او ٢٤ سلنې له نظر ورکولو ډډه کړي ده.

ياده نظرارزونه کې ٢٢ سلنه خلکو په قضايي سيستم کې رامنځ ته شوي بدلونونه، عدالت ته د خلکو زيات لاسرسي لامل ګڼلي، ٤٩سلنې د دې موضوع په تړاو بې خبري ښودلې او شاوخوا ٢٧سلنه خلکو نظر نه دى ورکړى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.