ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وزيرى: د ملي اردو په ليکو کې خيالي سرتېري نشته

وزيرى: د ملي اردو په ليکو کې خيالي سرتېري نشته

author avatar
24 Jan 2017 - 17:03
وزيرى: د ملي اردو په ليکو کې خيالي سرتېري نشته
author avatar
24 Jan 2017 - 17:03

کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۹۵): ملي دفاع وزارت وايي، روان کال يې ډېرې لاسته راوړنې لرلې، د ملي اردو په ليکو کې خيالي سرتېري نشته او اوس دغه ځواک د پخوا په پرتله ډېر پياوړى شوى دى.

د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري نن کابل کې خبريالانو ته وويل چې په تېرو لسو مياشتو کې د دولت وسله والو مخالفينو څه باندې ١٨٥٠٠ بريدونه تر سره کړي چې تعرضي، د درنو وسلو کارول، د ماينونو چاودنې، کمينونه او د دولتي کسانو، علماوو او متنفذينو ترور  په کې شامل دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دې بريدونو څخه ٤٤ يې ځانمرګي دي او په ترور شوو کسانو کې ٢٤٢ تنه شامل دي.  

هغه زياتوي چې روان کال ملي اردو له نورو افغان امنيتي ځواکونو سره په ګډه پر وسله والو مخالفينو نږدې ١٢٠٠ پلان شوي تهاجمي بريدونه کړي.

خو دى زياتوي چې د ملي اردو ځواکونو په دې موده کې له پلان څخه بهر هم ډير بېلا بېل تحرکات درلودل چې د وسله والو مخالفينو د بريدونو دفع کول هم په کې شامل دي.

دی دعوه کوي چې د ملي اردو ځواکونو په عملياتو کې زرګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې، څه باندې دوه زره مخالفين ژوندي نيول شوي، تر نهه زره ډېر ماينونه شنډ شوي، د مخالفينو ۱۱۶ ميله درنې وسلې،۱۲۲۹ ميله سپکې وسلې، ۷۶۸ موټر او موټرسايکلونه او ځينې نور وسايل نيول شوي دي.

ده په روان کال کې د ملي اردو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل خو ويې ويل چې سږ کال د اردو روغتيايي مرکزونو کې ټول د نږدې ٦٥١ زره کسانو درملنه شوې چې څه باندې ٧٢٠٠ يې د جګړو ټپيان دي.  

وزيري د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې روان کال يو شمېر الوتکې او چورلکې هوايي ځواک ته ورکړل شوې دي.

دى وايي چې د هوايي ځواک الوتکو او چورلکو روان کال شاوخوا ٢٣ زره الوتنې کړي او د اې ٢٩ (A-29) پوځي الوتکو د دولت پر وسله والو مخالفينو ۲۵۹۴ هوايي بريدونه کړي دي.

د هغه په وينا، د ملي دفاع وزارت د کشف او استخباراتو څانګې ۴۰ ملکي کسان د ترهګريزو بريدونو، ۶۴ تنه پوځيان د بېلابېلو جرمونو، ٢٨ پوځيان د فساد او دوه تنه دکابل د پل محمودخان د بريد د پلان کولو او څلور تنه د داعش له ډلې سره د تړاو په تور نيولي او اړوند ارګانونو ته يې سپارلي دي.

دده په وينا، وزارت هڅې کوي چې د يوې ارزونې له مخې د جګړې مشري تجربه لرونکو او زړورو افسرانو ته وسپاري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.