ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينې ارګانونه د غلا او ناقانونه کړنو په تړاو د نيول شوو کسانو د خلاصون هڅې کوي

ځينې ارګانونه د غلا او ناقانونه کړنو په تړاو د نيول شوو کسانو د خلاصون هڅې کوي

author avatar
24 Jan 2017 - 16:34
ځينې ارګانونه د غلا او ناقانونه کړنو په تړاو د نيول شوو کسانو د خلاصون هڅې کوي
author avatar
24 Jan 2017 - 16:34

لښکرګاه (پژواک، ۵سلواغه۹۵): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې پوليس يو شمېر نا مسووله وسله وال د غلا او نورو ناقانونه کړنو په تور نيسي، خو ځينې دولتي ارګانونه يې بيا د خلاصون هڅې کوي.

دغه څرګندونې د هلمند د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال ګلي خان د مرغومي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل چې په دې وروستيو کې په لښکرګاه ښار کې نا مسووله وسله وال له حده ډير شوي دي.

هغه وايي: (( د دې کسانو په زياتېدو سره په ښار کې غلاوې او ناقانونه کارونه هم ډير شوي او کله چې پوليس دغه کسان ونيسي، نو ځينې ارګانونه بيا زنګ وهي چې دا ددوى پرسونل دى بايد بېرته خوشې شي.))

ګلي خان ددې ارګانونو په اړه نور جزئيات ورنه کړل، خو زياته يې کړه: ((له دې کسانو نور موږ بيخي په تنګ شوي يو تر دې وروسته هر څوک چې وسله ګرځوي بايد يونفورم او کارت ولري.))

بل لور ته د لښکرګاه ښاريان هم په دې وروستيو کې له وسله والو غلاوو په تنګ شوي او د مخنيوي غوښتنه يې کوي.

په هلمند کې د سمون راډيو مسوول حيات الله پژواک ته وويل چې تېره ورځ د راډيو له مخې   غلو   يو فولډر موټر وړى دى.

هغه وايي: (( د راډيو په مخه کې ښه ګڼه ګوڼه هم وه ، خو موټر يې وړى دى هماغه لحظه مې د پوليسو ١١٩ شمېرې ته زنګ وواهه، خو تر اوسه يې د موټر درګ نه دى لګولى.))

ساحل وايي، امنيې قوماندانۍ ترې غوښتنه کړې چې دوى ته رسمي عريضه وکړي نو هڅه به وکړي  ترڅو موټر يې پيدا کړي.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکي عبدالودود پژواک ته وويل: (( دوه ورځې وړاندې د بست روغتون مخې ته پر موټر سايکل سپاره راغلل، يو سړى او ښځه يې له سراچه موټر څخه  ښکته کړل او موټر  يې په زور ترې يوړ .))

د هغه په وينا، په سيمه کې پوليس هم وو، خو يې ونه شواى کولى چې د يادو وسله والو مخه ونيسي.

دغه راز په هلمند کې د مدني ټولنې غړي حزب الله اسحاق پژواک ته وويل: (( زه نن اطلاعاتو او کلتور رياست ته تللى وم، هلته مې لږ کار و  کله چې را ووتم موټر سايکل مې غلو وړى وو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.