ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې پرله پسې ورښتونو د يوه اباد کال لپاره د خلکو هيلې ډېرې کړي

کندهار کې پرله پسې ورښتونو د يوه اباد کال لپاره د خلکو هيلې ډېرې کړي

author avatar
24 Jan 2017 - 16:50
کندهار کې پرله پسې ورښتونو د يوه اباد کال لپاره د خلکو هيلې ډېرې کړي
author avatar
24 Jan 2017 - 16:50

کندهار (پژواک، ٥ سلواغه ٩٥): په کندهار کې که له یوې خوا پر له پسې  ورښتونو د یوه اباد کال لپاره د خلکو هيلې را ټوکولي، نو بل پلو یې په ځینو سیمو کې مالي او ځاني زیانونه هم اړولي دي.

په کندهار کې له تېرې ورځې راهیسې په وقفه یي توګه باران اورېدل پیل شوي او سبا ته هم د  ورښت اټکل شوی دی.

تر دې مهاله ۶۴ ملي متره باران اورېدلی خو د یوه اباد کال لپاره ۱۰۰ ملي متره نور باران ته هم اړتیا ده.

خو سمدستي پیل شوو  ورښتونو د کندهار ښار په ځینو سیمو کې خلکو ته زیانونه هم اړولي دي.

په کندهار کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رییس مسعود احمد پښتون پژواک خبري اژانس ته وویل،  ورښتونو د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند د حکیم اډې په ساحه او د ۱۲مې ناحیې اړوند د غرګي په ساحه کې ۱۶ کورونه ویجاړ کړي.

ده زیاته کړه، له دې ډلې یوازې ۳ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، خو نور یې په قسمي توګه تخریب شوي، خو له ښه مرغه چې چا ته په کې ځان زیان نه دی اوښتی.

خو نوموړي وویل چې د  ورښت له امله راوتلو سیلابونو په دامان او سپین بولدک ولسوالیو کې  درې تنه مړه کړي او یو یې ټپي کړی دی.

دی وايي، تېره ورځ د دامان ولسوالۍ اړوند د مړوندۍ مانده په سیمه کې سیلاب راوتلی و چې یو تونس موټر یې وړی او په کې سپاره  دوه تنه مړه شوي او یو ټپي شوی دی.

دغه راز نوموړي زیاته کړه چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې هم تېره ورځ د ډېر  ورښت له امله سیلاب راغلی و چې یو موټر یې وړی او موټر چلوونکی یې مړ شوی دی.

پښتون یادونه وکړه چې له پېښو سره د چمتووالي د بېړنۍ کمېټې غړي همدا اوس په ساحه کې دي او اوښتی زیانونه تثبیتوي.

خو ده وویل، له هغو کورنیو سره چې تر دې مهاله تثبیت شوي د ای او ایم او نورو مرستندویه ادارو له خوا ورسره د نغدي او نورو اړتیا وړ توکو مرسته شوې ده.

دی وايي، له پېښو سره د چمتووالي اداره د احتمالي زیانونو پر مهال له ۱۰۰ کورنیو سره د مرستې لپاره چمتووالی لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.