ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار ته راستانه شوي کډوال د مرستو له نا انډوله وېشه شکايت کوي

ننګرهار ته راستانه شوي کډوال د مرستو له نا انډوله وېشه شکايت کوي

author avatar
31 Jan 2017 - 17:05
ننګرهار ته راستانه شوي کډوال د مرستو له نا انډوله وېشه شکايت کوي
author avatar
31 Jan 2017 - 17:05

جلال اباد (پژواک ۱۲سلواغه ٩٥): د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي  چې تېره مياشت يې له شلو زرو زياتو کورنيو سره مرستې کړي؛ خو هېواد ته راستانه شوي کډوال بيا د مرستو له نا انډوله وېش څخه شکايت لري.

راستانه شوي کډوال وايي چې يا ورته هېڅ مرستې نه رسيږي او يا هم په دوو کورنيو د يوې کورنۍ توکي ورکول کيږي.

دوی دغه راز شکايت کوي چې هره ورځ د کډوالو چارو رياست مخې ته د مرستو په تمه ورځي؛ خو په ورځو ورځو يې څوک شکايت هم نه اوري.

خو د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل چې د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ مياشت کې يې له شلو زرو ډيرو داخلي بې ځايه شوو او راستنو شوو کډوالو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو او نغدي مرستې ترسره کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې دا مرستې د يو شمېر مرستندويه نړيوالو موسسو لخوا راټولې شوي او په يادو کورنيو په بېلابېلو وختونو کې وېشل شوې دي.

د کډوالو د رييس د معلوماتو له مخې، يادې مرستې له هغو کورنيو سره شوي چې پخوا دوی راجستر کړې وې.

بلخوا يو شمېر کډوالې کورنۍ د مرستو وېش لړۍ شفافه نه بولي او وايي، هغه چا سره مرستې کېږي  چې واسطې ولري او يا د کډوالو چارو رياست کې کمېشنکارانو ته پيسې ورکړي.

د کډوالو چارو رياست مخې ته ولاړې ډلې ډلې ښځې او سړي ليدل کيږي، چې د مرستو په تمه عريضې په لاس ولاړ وي او ټول د مرستو د وېش  له څرنګولي شکايتونه کوي.

د يادو کسانو له ډلې سپين سرې بي بي ګل، چې د ننګرهار پچيراګام ولسوالۍ له جګړې ښار ته را کډه شوې پژواک ته وويل چې له تېرو دوو اوونيو راهېسې هره ورځ د مرستې په تمه راځي؛ خو هېڅ مرسته يې نه ده تر لاسه  کړې.

هغې زياته کړه: ((دا مې اسناد دي همدې رياست راکړي، هره ورځ راته وايي  چې سبا راشه؛ خو هيڅ مرسته راسره تر اوسه ونه شوه، څوک چې واسطه لري، هغوی ته مرستې ورکوي او موږ قرار ولاړ يو.))

څلويښت کلن زرګل هم د ياد رياست مخې ته د مرستې په تمه ولاړ و. دی وايي دوه مېاشتې يې کيږي چې له پاکستانه راستون شوی، کار روزګار يې هم نشته او مرستې هم ورسره نه دي شوي.

نوموړي غوښتنه وکړه  چې يا دې حکومت ورته کار پيدا کړي او يا دې هم د مرستو لړۍ شفافه کړي، تر څو هرې اړمنې کورنۍ ته مرستې ورسيږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.