ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ويسټ انډيز فېلېپ سايمونس د ملي لوبډلې سلاکار روزونکى وټاکل شو

د ويسټ انډيز فېلېپ سايمونس د ملي لوبډلې سلاکار روزونکى وټاکل شو

author avatar
1 Feb 2017 - 17:03
د ويسټ انډيز فېلېپ سايمونس د ملي لوبډلې سلاکار روزونکى وټاکل شو
author avatar
1 Feb 2017 - 17:03

کابل  (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٥): د ويسټ انډيز پخوانى پياوړى لوبغاړى او روزونکى فېلېپ سايمونس د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نوي سلاکار روزونکي په توګه ټاکل شوى دى.

دافغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه غواړي چې د کرکټ ملي لوبډله نوره هم پرمختګ وکړي او د کرکټ له نويو تخنيکونو سره بلده شي نو د يوه نوي پياوړي روزونکي د ګومارلو پرېکړه يې وکړه.

هغه زياته کړه، د کرکټ بورډ ادارې د ويسټ انډيز له پخواني ملي لوبغاړي او روزونکي فېلېپ سايمونس سره تر خبرو اترو وروسته هغه يې دې ته چمتو کړ چې د افغانستان ملي روزونکى شي.

هوتک وايي  چې فېلېپ سايمونس به له مشر روزونکي سره په ګډه د ملي لوبغاړو روزنه کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د فېلېپ ګومارل د افغان ملي لوبډلې د استعدادونو په وده کې يو اغېزناک ګام بولي چې په راتګ سره به يې په هره کچه د ملي لوبډلې وړتياوې پراختيا ومومي.

دوى هيله څرګنده کړې چې د نوموړي په روزنه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله هم د پرمختګونو له ډېرو پړاوونو څخه تېره شي.

فېلېپ سايمونس  چې ٥٣ کاله عمري  لري  له ١٩٨٧  څخه تر ١٩٩٩ زېږديز کاله پورې د ويسټ انډيز په لوبډله کې لوبېدلى دى.

نوموړي په ١٤٣ ټسټ او يو ورځنيو سياليو کې برخه اخيستې، په توپ وهنه او توپ اچونه دواړو کې يې وړتيا درلوده.

هغه په ٢٠٠٢ زېږديز کال کې له کرکټ څخه تقاعد شو  او د روزنې دنده يې پيل کړه. نوموړى په ٢٠٠٤ زېږديز کال کې د لومړي ځل لپاره د زمبابوې د سر روزونکي په توګه وګومارل شو.

هغه مهال د زمبابوې لوبـډلې وضعيت خراب و او دا اندېښنه پيدا شوې وه  چې د کرکټ نړيوالې شورا ترې  بشپړ غړيتوب دريځ بېرته واخلي، خو فېلېپ سايمونس وکولى شو چې د زمبابوې لوبډله بېرته پياوړې کړي .

دغه راز فېلېپ سايمونس د ايرلينډ لوبډلې د روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړې او په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې يې دغه لوبډله تر نړيوال جامه پورې ورسوله.

د  هغه په روزنه کې د ايرلينډ لوبډلې ١١ اتلولۍ وګټلې او نړيوالو جامونو ته يې لارې پيدا کړې ، د پاکستان، بنګله دېش، انګلستان ، ويسټ انډيز او زمبابوې پر وړاندې يې برياوې خپلې کړې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.