ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: له جمعيت سره د حکومت هوکړه له هېوادوالو د سياسي او ټولنيز ژوند حق اخيستل دي

شنونکي: له جمعيت سره د حکومت هوکړه له هېوادوالو د سياسي او ټولنيز ژوند حق اخيستل دي

author avatar
1 Feb 2017 - 20:13
شنونکي: له جمعيت سره د حکومت هوکړه له هېوادوالو د سياسي او ټولنيز ژوند حق اخيستل دي
author avatar
1 Feb 2017 - 20:13

کابل (پژواک ١٣ سلواغه ٩٥): يو شمېر کارپوهان له جمعيت اسلامي سره د حکومت هوکړه د ټولنيز او سياسي ژوند له حق څخه د هېوادوالو محروميت بولي، خو حکومت بيا وايي، له ياد ګوند سره تر اوسه پورې خبرې کومې پايلې ته نه دي رسېدلې.

د بلخ ولايت سرپرست او د جمعيت ګوند اجرائيه مشر عطامحمد نور په دې وروستيو کې رسنيو ته ويلي، له حکومت سره د اجرائيه رياست او جمعيت ګوند له ادرسه يې خبرو اترو ته رادانګلي او هېڅکله به هم شخصي معامله او د خلکو د ګټو په پرتله به خپلو شخصي ګټو ته لومړيتوب ورنه کړي.

د جمعيت ګوند ياد چارواکي د ملي يووالي حکومت د هوکړه ليک عملي کول او د لويې جرګې ترسره کول د ياد ګوند له غوښتنو بولي او په ناسته کې په خپلو ځينو خبرو کې زياته کړې: "موږ ته دېرش سفارتونه، موږ ته د سيمه ييزو ارګانونو په ګډون دېرش معينيتونه، ځينې خپلواکې ادارې، له لسو تر پنځلسو ولايتونو او د نړۍ نيمې قونسلګرۍ بايد موږ ته راکړل شي."

د جمعيت ګوند اجرائيه رييس د دې خبرې په څرګندولو سره چې له ولسمشر سره د خبرو له نهايي کېدو وروسته به په بلخ کې د بدلون رامنځته کېدو سره هوکړه وکړي.

ورته مهال د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي د عطامحمد نور د څرګندونو په اړه وويل: "حکومت د يو لړ اصولو په چوکاټ کې، چې له مخې يې سياسي مشارکت زيات شي؛ په هېواد کې له بېلابېلو شخصيتونو چې له دې ډلې يې عطامحمد نور هم دى، خبرې کړې، څو د دغو خبرو پر بنسټ، دولتي پرېکړې او اجراات له مخکې اشتراکي شي."

د هغه په وينا، دا د حکومت سياست دى، څو د چارو د پرمخ وړلو لپاره د ټولو شخصيتونو او سياسي جريانونو له ظرفيت ګټه پورته شي، خو حکومت په دې هم ټينګار کوي، چې  ورته مهال په دولتي ادارو کې د ټولو کسانو له ظرفيتونو ګټه اخيستل کېږي، څو لا ډېر  مسلکي او غيرسياسي شي چې په همدې موخه له استاد عطا سره هم خبرې روانې دي.

نوموړي د ملي يووالي حکومت د هوکړه ليک پر بنسټ د جمعيت ګوند د غوښتنو په اړه د عطامحمد نور د ټينګار په اړه زياته کړه: "موږ اوسمهال يواځې د يو شمېر اصولو په اړه خبرې کړې، اوس د شمېر بحث نه دى او له ياد ګوند سره تر اوسه پورې خبرې کومې پايلې ته نه دي رسېدلې."

خو د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي او سياسي چارو کارپوه شهلا فريد وويل، که چېرې حکومت له عطامحمد نور سره په دې اړه هوکړې ته رسېدلى وي، نو دا په دې معنا ده چې نور نو په افغانستان کې هېڅوک هم د سياسي او ټولنيز ژوند حق نه لري.

نوموړې زياته کړه، که چېرې داسې وي چې جمعيت ګوند دېرش سفارتونه، څو ولايتونه، قونسلګرۍ او معينيتونه واخلي، نو دا به ښه وي چې ټولو سياسي فعالينو ته د افغانستان د پرېښودو ځواب ورکړي، څو جمعيت په کې حکومت وکړي.

هغې وويل، په افغانستان کې د يو شمېر ګوندونو د حکومتوالۍ تجربې موجودې دي او که چېرې بياځلې تکراريږي؛ نو کېداى شي د افغانستان لپاره هيڅ هم پاتې نه شي.

مېرمن فريد د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه: "که چېرې دغه قرارداد د ملي يووالي حکومت د قرارداد په څېر وي، له دې پرته چې د هېواد عادي خلک به له ستونزو سره مخ کړي، کومه بله ګټه به ونه لري."

نوموړې د ملي يووالي حکومت رامنځته کول يوه ترخه تجربه وبلله او ويې ويل، که چېرې دا پرېکړه وشي، نو دا به د ملي يووالي له حکومت له ډېره ترخه تجربه وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.