ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا  کې  دوه کلينيکونه جوړ شول

پکتيکا کې دوه کلينيکونه جوړ شول

author avatar
1 Feb 2017 - 15:54
پکتيکا  کې  دوه کلينيکونه جوړ شول
author avatar
1 Feb 2017 - 15:54

ښرنه(پژواک،١٣سلواغه٩٥): د پکتيکا د دوه ولسواليو په سرحدي سيمو کې د لومړي ځل لپاره دوه فرعي کلينيکونه جوړ شول.

د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاګټر ولي ګل د سلواغې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه دوه کلينيکونه د وازېخوا په ګواشتې او بله يې هم د برمل ولسوالۍ په شکين سيمه کې جوړ شوي دي.

هغه زياته کړه: (( دغه دواړه سيمې سرحدي دي، خلکو يې روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى نه درلوده خو اوس موږ په کې دوه فرعي کلينيکونه جوړ کړل، ترڅو ستونزه يې هواره شي.))

ده وويل چې دغه دوه فرعي کلينيکونه په کرايي کورنو کې دي چې يو ډاکتر، يوه نرسه، يو واکسيناتور او يوه قابله به په کې روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه دوه کلينيکونه (OHPM) موسسې په مالي مرسته جوړ شوي دي او دې موسسې د شپږ ميليونو افغانيو په لګښت له ٣٤ نورو کلينيکونو سره هم د روغتيايي وسايلو او تجهيزاتو په برخه کې مرستې کړې دي.

د يادې موسسې مشر عبدالسلام باورزي پژواک ته وويل چې په دې وسايلو کې د جراحي ماشينونه، کمپيوټرونه، المارۍ او نور اړين روغتيايي توکي شامل دي.

ده وويل چې له يادو کلينيکونو سره به دوى خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

د برمل ولسوالۍ د شکين سيمې اوسېدونکي سيد نور پژواک ته وويل: (( کله به چې په کور کې مريض پيدا شو، سخت مشکل سره به مخ وو، ځکه دلته نه ډاکټر  و او نه هم کلينيک، مجبور به وو چې د ولسوالۍ مرکز ته لاړ شو.))

د هغه په وينا، تر ساعتونو مزل وروسته به دوى روغتون ته رسيدل چې ځينې وختونه به ناروغانو په لاره کې ساه هم ورکوله.

هغه د ياد فرعي روغتون پر جوړېدو خوښي وښوده خو زياته يې کړه چې دا ستونزې بايد په اساسي توګه  حل  شي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا والي الياس وحدت وويل چې دوى هڅه کوي ترڅو په ټوله پکتيکا کې خلک روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى پيدا کړي.

د وحدت په وينا، دا مهال دوى د پرسونل په ځانګړي ډول د ښځينه ډاکټرانو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.