ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له زمبابوې سره د کرکـټ د پنځو نړيوالو لوبو لپاره ملي لوبـډله اعلان شوه

له زمبابوې سره د کرکـټ د پنځو نړيوالو لوبو لپاره ملي لوبـډله اعلان شوه

author avatar
4 Feb 2017 - 16:04
له زمبابوې سره د کرکـټ د پنځو نړيوالو لوبو لپاره ملي لوبـډله اعلان شوه
author avatar
4 Feb 2017 - 16:04

کابل (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٥): د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د زمبابوې ملي لوبډلې پر وړاندې د پنځو يو ورځنيو نړيوالو لوبو لپاره ملي لوبـډله اعلان کړه.

د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل  د سلواغې په ١٦مه، د کمېټې د  دوو نورو غړو سره يو ځاى د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې ياده لوبـډله اعلان کړه.

نوروز منګل وايي چې دغه لوبـډله په متحده عربي اماراتو کې د پنځلس ورځني تمريناتي کمپ د موندنو له مخې جوړه شوې ده او د هر لوبغاړي په ټاکنه کې ټول اړونده اړخونه په پام کې نيول شوي دي.

هغه لوبغاړي چې د ملي لوبډلې جوړښت تشکيلوي، په لاندې ډول دي:

محمد اصغر ستانکزی لوبډلمشر ، محمد شهزاد محمدي، نورعلي ځدراڼ ، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتی، حشمت الله شهيدي، سميع الله شينواری ، نجيب ځدراڼ، محمد نبي عيسی خېل، راشد ارمان، ګلبدين نايب ، کريم جنت، دولت ځدراڼ، فريد احمد ملک او افتاب عالم،

 احتياطي لوبغاړي: افسر خان ځاځی، ناصر جمال او نوين الحق.

د افغانستان کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې ده  چې ملي لوبغاړي به د زمبابوې ملي لوبډلې پر وړاندې د سياليو لړۍ د زمبابوې په پلازمېنه هرارې ښار کې د روان زیږديز کال د فرورۍ په ۱۶مه، ۱۹مه، ۲۱مه او ۲۶مه نېټه ترسره کوي.
د کرکټ د چارو يو تن کارپوه زبير بابکرخېل وايي چې د غوراوي کمېټې مناسبه ملي لوبـډله اعلان کړې، خو په دې لوبډله کې يې د ځينو لوبغاړو پر شاملولو نيوکه لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې افتاب عالم له ډېرې مودې راهيسې نړيوالې لوبې نه دي کړې او اوس ورته په کوم دليل په ملي لوبډله کې چانس ورکړل شوى دى.

نوموړي د ځوان لوبغاړي نواز خان په ملي لوبډله کې د نه شاملولو يادونه وکړه‌، چې همدا اوس له پرمختيايي لوبـډلې سره په زمبابوې کې او په دوو لوبو کې يې پنځه، پنځه لوبغاړي سوځولي دي  خو چانس نه دى ورکړل شوى.

دغه راز بابکرخېل وايي چې ناصر جمال د يو ورځنيو لوبو لپاره ښه مناسب لوبغاړى دى، خو هغه په احتياطي لوبغاړوکې اخيستل شوى دى.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.