ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې وسايل نشته

ننګرهار کې د سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې وسايل نشته

author avatar
6 Feb 2017 - 16:27
ننګرهار کې د سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې وسايل نشته
author avatar
6 Feb 2017 - 16:27

جلال اباد (پژواک، ۱۸ سلواغه ٩٥): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې لپاره لازم وسايل نشته او دوی لا هم په دغه برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د ياد رياست د معلوماتو له مخې، که په دغه ولايت کې پر کوم کس د سرطان ناروغۍ شک وشي؛ نو دوی يې د تشخيص په موخه معاينات نورو هېوادونو ته لېږي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مرستيالې ډاکټر مقدسه معراج د سلواغې په ۱۸مه د جلال اباد په حوزوي روغتون کې د سرطان د نړيوالې ورځې د نمانځې په غونډه کې په دې اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه زياته کړه چې اوسمهال په ټول ننګرهار کې د نسايي ولادي څانګه له نيمګړو وسايلو پرته نور هېڅ د سرطاني ناروغيو د تشخيص اسانتياوې نه لري .

خو ډاکټرې مقدسې وويل چې په دغه واټ کې هم يوازې د وينې اخيستو يوه اله موجوده ده چې د تشخيص لپاره يې معاينات امريکا ته استول کيږي.

د عامې روغتيا رياست مرستياله وايي چې د سرطاني ناروغيو د وسايلو نشتوالي په دغه ولايت کې د يادې ناروغۍ د ناروغانو شمېر هم نا معلوم کړی او تر اوسه څرګنده نه ده چې څومره خلک په دغه ولايت کې په سرطاني ناروغيو اخته دي.

د جلال اباد حوزوي روغتون د نسايي ولادي څانګې يوې مسوولې ډاکټر روشن احمدي وويل چې دوی د (رحم سرطان) د معلومولو لپاره يوازې يوه اله لري چې هغه معلومات هم د تشخيص او درملنې لپاره له امريکايي ډاکټرانو سره شريکوي.

نوموړې وايي چې دوی په دغه اله باندې د (رحم سرطان) نمونه اخلي او بيا يې امريکايي متخصصين د انټرنيټ له لارې تشخيص کوي او د درملنې لپاره يې وړانديزونه کوي.

 د ډاکټر روشن په وينا، روان کال يې د سلو مشکوکو ميرمنو نمونې لېږلې دي  چې له ډلې يې يوازې په درېيو هغو کې د (رحم سرطان) تشخيص شوی، درملنه يې د (عمق رحم) سوځېدنه وه چې هغه چاره همدوی ترسره کړې ده.

 د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د سرطاني ناروغيو په اړه په ۲۰۱۲ کال کې يوه سروې شوې وه چې هغه وخت ۲۰ زره پيښې ثبت شوې وي، چې له ډلې يې ۱۵ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی؛ خو تر هغه وروسته د ټول هېواد په کچه کومه ډيټا نه ده وړاندې شوې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.