ښرنه(پژواک،١٨سلواغه٩٥):له ګڼو امکاناتو سره سره په پکتيکا کې يوازينۍ ښځينه ډاکټرې هم له خپلې دندې استعفا ورکړه او لامل يې هم کورنۍ ستونزې په ګوته کړې دي.
د پکتيکا د عامي روغتيا رييس ډاکټر ولي ګل د سلواغې په ١٨ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په پکتيکا کې يوازينۍ ښځينه ډاکټرې هم له خپلی دندې استعفا وکړه چې اوس مهال د پکتيکا په هيڅ روغتون کې ښځينه ډاکټره نشته.
نوموړي زياته کړه چې پکتيکا يو پراخ سرحدي ولايت دی، امنيت يې د ډيرو ولايتونو په پرتله ښه دی، خو بيا هم ښځينه ډاکټرانې زړه نه ښه کوي چې په دغه ولايت کې دندې تر سره کړي.
هغه وايي چې د عامي روغتيا رياست د همکاره موسسو په مرسته ښځينه ډاکټرانو ته ښه امتياز، کور او نورې اسانتياوې هم برابروي، خو بيا هم په دغه ولايت کې ښځينه ډاکټرانې نشته.
هغه زياته کړه: (( تر اوسه موږ ته هم اصلي خبره نه ده معلومه خو دې ډاکټرې ويلي چې د کورنيو ستونزو له امله يې استعفا ورکړې.))
د ډاکټر ولي ګل په وينا، په دغه ولايت کې دوديزې ستونزې ډير دي، خلک نه حاضريږي ترڅو ښځې يې نارينه ډاکټران معاينه کړي.
ده وويل چې د يو شمېر موسسو په مرسته يې هڅې پيل کړې دي ترڅو ددغه ولايت لپاره څو ښځينه ډاکټرانې استخدام کړي.
د پکتيکا په مرکزي روغتون کې د روبينې په نوم يوې ښځې پژواک ته وويل: (( موږ ډير خفه شو چې دې ښځينه ډاکټرې هم دنده پرېښوده.))
روبينه وايي چې د حکومت له لوري دې ښځې ډاکټرې ته اړينې اسانتياوې نه وې برابرې شوې نو ځکه يې له دندې استعفا ورکړې ده.
دې وويل: (( که بله ښځه ډاکټره پيدا نه شي ددغه ولايت ښځې به د ناروغۍ له امله مړې شي، ځکه کورنۍ ورته اجازه نه ورکوي چې نارينه ډاکټر ته د معاينې لپاره ولاړې شي.))
دغه راز د مرکز ښرنې د ملکي روغتون رييس ډاګټر چنارګل پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې لسګونه روغتيايي مرکزونه دي خو يوه ښځينه ډاکټره په کې نشته .
د هغه په وينا، د ښځينه ډاکټرانو نشتون يوه لويه ننګونه ده چې د حل لپاره يې بايد جدي هلې ځلې وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن