کابل (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٥): پاکستاني چارواکو په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د روان ميلادي کال تر پايه وغځوله.
دغه پرېکړه نن (د سلواغې ١٩مه) د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف په مشرۍ د کابينې په جوړه شوې غونډه کې وشوه.
په دې غونډه کې د منظور شوې پاليسۍ له مخې راجستر شوي افغان کډوال کولاى شي د روان ميلادي کال د ډسمبر مياشتې تر ٣١مې نېټې پورې په پاکستان کې پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال همدې کابينې د ٢٠١٧ ميلادي کال د مارچ مياشتې تر پايه د افغان کډوالو د پاتې کېدو پرېکړه کړې وه.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزيرې مريم اورنګزيب وويل چې د کابينې په دې غونډه کې د کورنيو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې هر څه ژر په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د راجسترولو پروسه بشپړه کړي.
د همدې پاليسۍ له مخې، له دې وروسته له ويزې پرته هېڅ افغان نه شي کولاى چې پاکستان ته داخل شي.
وروسته تر هغه له پاکستان څخه افغانستان ته د مهاجرينو د راتګ لړۍ ګړندۍ شوه چې هلته د پوليسو له لوري پر کډوالو زور زياتى پيل شو خو دلته په افغانستان کې ورته اسانتياوې برابرې شوې.
د يادونې وړ ده، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له پاکستان څخه هر ستنېدونکي افغان کډوال ته په لومړيو کې دوه سوه خو وروسته يې دغه رقم څلور سوو ډالرو ته لوړ کړ.
د همدې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په ٢٠١٦ کال کې له پاکستان څخه شاوخوا ٣٨٠زره راجستر شوي افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن