ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په درېیو ولسوالیو کې د پوهنې بهیر په ټپه ولاړ دی

د کندهار په درېیو ولسوالیو کې د پوهنې بهیر په ټپه ولاړ دی

author avatar
8 Feb 2017 - 16:28
د کندهار په درېیو ولسوالیو کې د پوهنې بهیر په ټپه ولاړ دی
author avatar
8 Feb 2017 - 16:28

کندهار(پژواک،٢٠سلواغه٩٥): د کندهار د ۱۷ ولسوالیو له ډلې په  درې ولسوالیو غورک، رېګستان او ښورواک کې هيڅ ښوونځی نشته چې له امله يې د دغو ولسوالیو زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

د کندهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي، په دغو ولسوالیو کې د ناامنیو، د کدرونو د نشتوالي او یو شمېر نورو ستونزو له امله نه دي توانېدلي چې ښوونځي پرانیزي.

د کندهار د پوهنې سرپرست رییس محب الله قادري نن د ولایت مقام د رسینو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل، کندهار په تشکیل کې ۵۷۳ ښوونځي لري چې ۴۲۰ یې فعال او ۱۵۳ یې غیر فعال دي.

هغه زیاته کړه، دغه ښوونځي له کلونو راهیسې د ناامنیو، په لرې پرتو سیمو کې د کدرونو او په ځینو مواردو کې د نفوس د نشتوالي له امله تړل شوي دي.

د ده په خبره، د بندو ښوونځیو ډېره برخه په غورک، رېګستان او ښوراوک ولسوالیو کې دي چې د پوهنې بهیر په کې په ټپه ولاړ دی.

د نوموړي په خبره، له یادو شوو درېیو ولسوالیو وروسته نور ښوونځي په خاکرېز، شاولیکوټ، میوند او ارغستان ولسوالیو کې تړلي دي.

خو ده دا هم وویل چې روان کال یې په یو شمېر ولسوالیو کې د بندو ښوونځیو له ډلې ۱۷ بیرته پرانیستې چې ۱۲ ښوونځي او پنځه دیني مدرسې دي.

دی وايي، د پوهنې ریاست هڅه کوي له خپل توان سره سم نور بند ښوونځي هم پرانیزي، څو په زرګونو له زده کړو بې برخې ماشومان له زده کړو برخمن شي.

خو د ده په خبره، په لرې پرتو سیمو کې د ناامنۍ تر څنګ جدي ستونزه د کدرونو د نشتوالي ده، ځکه په کمو امتیازاتو څوک زړه نه ښه کوي چې ناامنو ولسوالیو ته د تدریس لپاره لاړ شي.

قادري دغه راز یادونه وکړه چې په ځینو سیمو کې بیا د نفوس د کمښت ستونزه هم ده، ځکه ډېر خلک له ناامنیو او نورو ستونزو له یوې سیمې بلې ته کډوال شوي دي.

نوموړي په فعالو ۴۲۰ ښوونځیو کې د زده کوونکو او ښوونکو د شمېر په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل دا مهال په دغو ښوونځیو کې څه له پاسه ۲۷۲ زره زده کوونکي زده کړې کوي چې ۷۰ زره ۱۶۳ یې نجونې دي.

ده زیاته کړه، روان تعلیمي کال په کندهار ښار او ولسوالیو کې ۴۰ زره ۶ سوه او ۲۹ نوي زده کوونکي ښوونځیو ته شامل شوي چې ۱۲ زره ۱۴۴ تنې یې نجونې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.