باميان (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٥): د باميانو د مرکز په يوه هوټل کې د ګازډبې چاودنې له امله ٢٣ کسان ژوبل شوي دي.
د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي د دې پېښې د رامنځته کېدو پخلى وکړ او پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې پېښه تېره شپه شاوخوا ١١:٠٠ بجې رامنځته شوې چې له امله يې ٢٣ کسان ژوبل شوي، خو مړينه نه لري.
د احمدي په خبره، ټپيان پر وخت روغتون ته رسول شوي او يو شمېر يې له درملنې وروسته بېرته رخصت شوي دي.
سرچينې د دې پېښې لامل د ګازډبې چاودنه بولي.
د (نوى سخي) هوټل اجاره دار ګلستان پژواک ته وويل چې د پنځه کيلويي ګازډبې چاودنې له امله د دغه هوټل چت په بشپړ ډول ويجاړ شوى دى.
هغه زياته کړه چې له چاودنې وروسته اور لګېدنه رامنځته شوې چې زيانونه هم لري.
نوموړي زياته کړه چې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن