کندهار (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٥): د کندهار ښار په احمد شاهي لوبغالي کې سلګونو کسانو، مينه والو او ځوانانو د فوټبال د ملي فدراسيون د مشر کرام الدين کريم پر ضد لاريون وکړ.
لاریون کوونکو د فوټبال د ملي فدراسیون د مشرکرام الدین کريم پر ضد شعارونه ورکول او او له ولسمشره یې د هغه د لرې ګولو غوښتنه کوله.
لاریون کوونکو له ځانونو سره ځیني شعارونه هم لېږدول چې پرې لیکل شوي وو: "ولسمشره! د افغانستان فوټبال وژغوره." موږ د فوټبال په ملي فدراسیون کې شفافې ټاکنې غواړو."، "د افغانستان د فوټبال فدراسیون دې ملي شي."، "د فوټبال په ملي فدراسیون کې دې د کرام الدین کرام انحصار پای ته ورسول شي."
د کندهار د فوټبال فدراسيون مشر نبي نيازي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې شاوخوا ١٣ کلونه کېږي چې کرام الدین کريم د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون انحصار کړی او د فوټبال د ودې لپاره يې هیڅ کار نه دی کړی.
هغه تور ولګاوه چې نوموړی په فساد کې ښکېل دی او هیڅ ولایت ته یې د فوټبال په برخه کې د هغوی حقوق نه دي ورکړي.
د ده په خبره، کندهار یو وخت د هېواد په کچه په فوټبال کې دویم ځای درلود، خو اوس د مرکز د نه پاملرنې له امله شا ته پاته دی.
نيازي له ولسمشره غوښتنه وکړه چې د فوټبال فدراسیون دې ملي شي او د یوه فرد له انحصاره دې و ايستل شي.
نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې که د کوم ولایت د فوټبال فدراسیون د فوټبال د ملي فدراسیون له مشر څخه د خپل حقوق وغواړي، نو دی یې له دندې څخه په لرې کېدو ګواښي.
د لاریون یوه بل برخه وال کبیر خان چې د فوټبال لوبغاړی هم دی، وویل، کرام الدین کريم په تېرو دیالسو کلونو کې د فوټبال په برخه کې هېڅ متوازن پرمختیايي کار نه دی کړی.
ده زیاته کړه، که دغه شخص همداسې پر خپله دنده پاتې وي نو افغانستان به د فوټبال د نړیوالتوب له کارونه شا ته پاتې شي.
دی وايي، د فوټبال د ملي فدراسیون له مشر څخه دې پوښتنه وشي او هغه دې له قانون سره سم مجازات شي.
د علي احمد په نوم یوه بل لوبغاړي او د لاریون برخه وال پژواک اژانس ته وویل، کندهار دا مهال له ۲،۵ میلیونه ډېر نفوس لري، خو دلته د فوټبال همدا یو لوبغالی دی چې په هېڅ توګه بسنه نه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن