ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيکا او کاپيسا کې له لسګونو کورنيو سره مرستې وشوې

په پکتيکا او کاپيسا کې له لسګونو کورنيو سره مرستې وشوې

author avatar
10 Feb 2017 - 14:39
په پکتيکا او کاپيسا کې له لسګونو کورنيو سره مرستې وشوې
author avatar
10 Feb 2017 - 14:39

محمودراقي- ښرنه (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٥): د کاپيسا او پکتيکا ولايتونو له لسګونو بې ځايه شوو او اړمنو کورنيو سره مرستې وشوې.

د کاپيسا د کډوالو چارو رييس محمد قسيم ملکزاده وايي، په تګاب ولسوالۍ کې د وروستيو جګړو او نا امنيو له امله سلګونه کورنۍ بېځايه شوې دي.

هغه زياته کړه  چې د يو شمېر نړيوالو مرستندويه موسسو له خوا راټولې شوې مرستې يې د يادې ولسوالۍ پر ١٨٤ کورنيو ووېشلې.

د نوموړي په وينا، په دې مرستو کې غوړي، اوړه، بوره، کمپلې، د روغتيايي ستونزو لومړني توکي او نور شيان شامل وو.

ملکزاده وايي، دوى هڅه کوي چې د نورو بې ځايه شوو کورنيو کره شمېره معلومه کړي او بيا ورسره مرستې وکړي.

د خيرالله په نوم يو بې ځای شوي کډوال پژواک ته وويل چې دوى د جګړو له امله خپل کورونه پرېیښي دي  او اوس له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: ((اوسمهال د تګاب د شهرک  د غره په لمن کې اوسو، هوا سړه ده، اقتصادي ستونزې هم شته دي، موږ له حکومت څخه مننه وکړه چې موږ سره يې مرستې وکړې.))

د يو بل خبر له خبر له مخې، د پکتیکا ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له ۳۷ کورنیو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.

د پکتيکا ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کورنۍ د ولايت مرکز ښرنې ته د نا امنیو، طبيعي پيښو او بې وزلۍ له امله را کډه شوې دي.

سرچينې زياته کړې چې هرې کورنۍ ته د شل زره افغانیو تر څنګ خېمې، د اشپزخانې لپاره سامان، ګرځنده تشنابونه، ترپالونه، توشکې، کمپلې او نور د اړتیا وړ توکي شامل وو چې نن ورځ یې هغوی ته وسپارل.

ده دغه راز وویل، ولایتي اداره هڅه کوي چې له دې ډول نورو کورنیو سره هم ورته مرستې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.