کابل(پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٥): د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، په افغانستان کې به يې فعاليت تر هغو ځنډېدلى وي چې په جوزجان ولايت کې د دوى پر کارکوونکو د شوي بريد څرنګوالى مشخص نه شي.
د تېرې چهار شبنې په ورځ، د جوزجان په قوش تپې ولسوالۍ کې وسله والو کسانو چې د جوزجان ځايي چارواکو د داعش ډلې اړوند بللي، په ياد شوي ولايت کې د سره صليب پر کارکوونکو بريد وکړ چې له امله يې شپږ کسان ووژل شول او دوه نور يې له ځان سره يوړل، ددې پېښې په وژل شوو کې د کمېټې درې موټر چلوونکي او درې ساحوي کارکوونکي شامل دي.
د سره صليب کمېټې له دې پېښې نه وروسته په افغانستان کې خپل ټول فعاليتونه وځنډول.
د ملکي وګړو ساتنه، د بنديانو بشري حقونه، حقوقي او روغتيايي فعاليتونه لکه اورتوپيډيک خدمتونه، د ځينو روغتونونو له بېړنيو څانګو سره همکاري، د څښاک اوبو برابرول، د جګړې له ډګره د ټپيانو لېږدول او له افغاني سرې مياشتې سره همکاري کول، په افغانستان کې د سره صليب کمېټې پروګرامونه دي.
د کمېټې وياند احمد رامين په افغانستان کې د خپلو کارکوونکو د ناخونديتوب په اړه د اندېښنې په څرګندولو له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې اوسمهال په افغانستان کې د هغوى ټول فعاليتونه درېدلي، خو هغه ناروغان چې په اورتوپيډي مرکزونو کې يې درملنه کېږي، روغتيايي خدمتونه برابروي.
د سره صليب نړيواله کمېټه ژمنه ده چې د افغانستان د خلکو ترڅنګ به پاتې کېږي، په تېرو ٣٠ کلونو کې په سختو حالاتو کې له افغانستان سره وو او خپلو مرستو ته يې دوام ورکړى.
خو هغه زياته کړه:((تر څو چې په جوزجان کې زموږ پر کارکوونکو د بريد څرنګوالى څرګند نه شي، د سره صليب نړيواله کمېټه په افغانستان کې خپل فعاليتونه برې نه پيلوي، ځکه چې زموږ د همکارانو د ځان خونديتوب راته لومړيتوب لري.))
د سره صليب د نړيوالې کمېټې وياند وويل، تر اوس څرګنده نه ده چې په جوزجان ولايت کې د سره صليب پر کارکوونکو ولې او د چا لخوا بريد شوى دى؟ ددې ترڅنګ مو د ورکو همکارانو درک هم نشته.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن