ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کامې ولسوالۍ ښوونځي د  زده کوونکو پر مخ خلاص شول

د کامې ولسوالۍ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص شول

author avatar
11 Feb 2017 - 14:03
د کامې ولسوالۍ ښوونځي د  زده کوونکو پر مخ خلاص شول
author avatar
11 Feb 2017 - 14:03

جلال اباد (پژواک، ۲۳ سلواغه ٩٥): د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ ښوونکو په داسې حال کې چې لا يې هم د اعتراض خېمې وهلې دي،له درېيو اوونيو وروسته ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانېستل.

دوی وايي، کار بنديز به يې په مشروط ډول دوام ولري، خو ښوونځيو ته به د درسي بهير د مخته وړلو لپاره هره ورځ اتيا سلنه ښوونکي حاضريږي.

د کامې ولسوالۍ د ښوونکو اتحاديې د سلواغې په ۲۳مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه بهير د پيلېدو لامل يې د مختلفو اقشارو غوښتنه بللې، خو ټينګار يې کړی چې ددې تر څنګ به ښوونکو شپه او ورځ د ښارګوټي لپاره په غوره شوې سيمه کې خپلې خېمې وهلې وي او د خپل حق غوښتنې لپاره به ټولې ممکنه لارې  وکار وي.

په خبرپاڼه زياته شوې، دولت او د سيمه ييزې ادارې مشران بايد له غاصبينو او زورواکو سره د اجارې قرارداد فسخ کړي او ګوت څنډنه يې کړې چې د خپل حق لپاره به تر ولسمشر او نور   لوړپوړو چارواکو خپل غږ  ورسوي.

د ښوونکو په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې د استادانو د اتحاديې له لوري په سيمه کې د پلي کېدو په تکل د ښارګوټي نقشه ترتيب شوې،که دولت د کامې د استادانو د ښارګوټي پر وړاندې شته ستونزې حل نه کړي، نو استادان به نوموړې نقشه پلې کړي.

د ماهر په نوم يوه ښوونکي پژواک ته وويل چې له دوی سره پخوا هم ژمنې شوي او عملي شوې نه دي، خو دا ځل دوی په خپله غوښتنه کې جدي دي او تر هغه وخته چې نومرې ورته ونه سپارل شي دوی به  خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

استاد ماهر وايي، پرېکړه داسې شوې چې د ولسمشر سلاکار قمر الدين شينواری به له ښوونکو   سره يوځای د نومرو ستونزه حلوي او ترڅنګ به يې اتيا سلنه ښوونکي ښوونځيو ته د تدريس لپاره ځي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي له پژواک سره د خبرو پرمهال د ښوونکو د دغې تازه پرېکړې چې ښوونځي پرانېستل شول، ستاينه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د دغې ستونزې د حل په موخه ګامونه پورته شوي او ورته به يوه حل لاره ولټول شي.

هغه زياته کړه چې د ښوونکو غوښتنې په جدي ډول تعقيبېږي او پخوانی ځای چې دوی ته ښودل شوی، هغه د انجنيرۍ له پلوه د کور جوړولو توان نه لري، نو ځکه د بديلې ځمکې پرېکړه شوې ده.

د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ ۸۵۰ ښوونکو وروسته له هغه درې اوونۍ وړاندې کاري اعتصاب وکړ او د څلوېښت زره زده کوونکو پرمخ يې د ښوونځيو دروازې وتړلې چې له کلونو راهيسې ورسره د نومرو په برخه کې شوې ژمنه عملي نه شوه او ورته سپارل شوې ځمکه بل چاته په اجاره ورکړل شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.