ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان والي: له زيانمنو شوو خلکو سره د مرستو لړۍ روانه ده

د نورستان والي: له زيانمنو شوو خلکو سره د مرستو لړۍ روانه ده

author avatar
12 Feb 2017 - 18:06
د نورستان والي: له زيانمنو شوو خلکو سره د مرستو لړۍ روانه ده
author avatar
12 Feb 2017 - 18:06

جلال اباد (پژواک ۲۴ سلواغه ٩٥): د نورستان والي وايي چې د دغه ولايت برګمټال ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې له امله د زيانمن شوي کلي او د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره د ۴،۴ ميليونه افغانيو نغدي مرسته شوې او لا هم مرستې دوام لري.

والي حافظ عبدالقيوم دا څرګندونې د سلواغې په ۲۴مه پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وکړې او زياته يې کړه چې له يادو نغدي مرستو سربېره لسګونو کورنيو سره د  خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته هم شوې ده.

د برګمټال ولسوالۍ د افسې کلى د سلواغې په ۱۷مه د واورې ښويېدنې له امله تر واورو لاندې شو چې په لومړيو کې د تلفاتو شمېره ډيره لوړه ښودل شوې وه؛ خو تر ژغورونکو عملياتو وروسته دا شمېرې راکمې شوې.

د نورستان والي وايي چې د پېښې په سبا خپله ده او په دويمه ورځ ولسمشر اشرف غني يادې سېمې ته سفر وکړ او د پېښې له قربانيانو سره يې غمرازي وکړه.

نوموړی وايي چې په ياده پېښه کې ۵۱ کسان مړه شوي او ۳۳ نور ټپيان دي، چې د مړه شوي تن له کورنۍ سره پنځوس زره او هر ټپي ته ۲۰ زره افغانۍ ورکړل شوي، چې ټولې ۳ ميليونه، ۲ سوه او لس زره افغانۍ کېږي.

د والي د معلوماتو له مخې، د ياد کلي له کورنيو سره دغه راز د دولت له لوري ۱،۲ ميليونه افغانۍ نغدي مرسته شوې چې د کلي په بيارغونه او بنسټيزو ستونزو په حل کې ترې ګټه پورته کړي.

حافظ عبدالقيوم وايي چې په يادو مرستو سربېره د هر بشپړ ړنګ شوي کور له خاوند سره سل زره او له نيمه ړنګ شوي کورونو څښتنانو سره د کورونو د رغولو په موخه ۲۰زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.

والي دا هم وويل چې په نورستان کې د کليو پراختيا رياست اړوند له يوې ډيپو څخه سلو کورنيو ته غير خوراکي توکي ورکړل شوي او دغه راز په يادو مصيبت ځپلو کورنيو ۶ ټنه خوراکي توکي هم وېشل شوي دي.

دی وايي، چې اوس هم له يادو کورنيو سره د مرستو لړۍ دوام لري او د يو شمېر نورو خيريه بنسټونو له لوري هم ژمنه شوې چې مرستې ور ورسېږي.

د يادولو وړ چې په ټول نورستان کې د وروستيو ورښتونو له امله ۶۸ کسان مړه شوي او ۴۵ نور   ټپيان دي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.