ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد د فوټبال ملي ټيم روزونکى معرفي شو

د هېواد د فوټبال ملي ټيم روزونکى معرفي شو

author avatar
12 Feb 2017 - 19:57
د هېواد د فوټبال ملي ټيم روزونکى معرفي شو
author avatar
12 Feb 2017 - 19:57

کابل (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٥): د هېواد د فوټبال ملي ټيم المانى روزونکى اوتو فيسټر، نن په رسمي ډول معرفي شو.

د هېواد د فوټبال فدراسيون مشر کرام الدين کريم، په خبري ناسته کې د هېواد د فوټبال ملي ټيم روزونکى معرفي کړ.

نوموړي د اوتو فيستر ځلېدلې کاري مخينې ته په اشارې سره وويل: "د ياد روزونکي په همکارۍ سره به د پياوړي او باتجربه ټيم لرونکي واوسو او په نړيوالو سياليو په ځانګړي ډول د اسيا د ملتونو د جام په سياليو کې به غوره پايلې ترلاسه کړو."

کريم زياته کړه: "د هېواد د فوټبال ملي ټيم پخواني روزونکي پيټر شګرت له دندې پرېښودو وروسته، موږ تصميم درلود، چې د لوبغاړو د ظرفيت لوړولو په موخه يو باتجربه او نوى روزونکى پيدا کړو، چې له نېکه مرغه يو باتجربه شخص مو پيدا کړ."

د فوټبال فدراسيون مشر وويل، د ياد روزونکي د کار په پيلولو سره به د ملي ټيم د لوبغاړو ستونزې و ارزول شي او د دې ترڅنګ به حل لارې ورته پيدا کړل شي، څو په راتلونکو سياليو کې غوره لاسته راوړنې ولري.

اوتو فيستر هم د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د روزونکي په توګه له ټاکل کېدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، هڅه به وکړي چې لوبغاړو ته د غوره تخنيکونو ورزده کړې او تمرين سربېره د دوى د روحيې لوړولو په برخه کې هم کار وکړي.

هغه زياته کړه: "هڅه به وکړم، څو يو متحد او مسووليت منونکى ټيم رامنځته کړم، ترڅو چې د ټيم غړي يو بل ته لاس ورنه کړي او له روزونکي سره هم نظره نه وي؛ هېڅکله به هم کومه لاسته راوړنه ونه لرو."

د يادې خبري ناستې په دوام کې، علي عسکر لعلي د فوټبال د ټيمونو د عمومي مدير، د ملي ټيم پخوانى غړى انوش دستګير د ملي ټيم د مرستيال روزونکي او د هېواد د فوټبال ملي ټيم ګول ساتونکى منصور فقيريار د ګول ساتنې د روزونکي په توګه په دندو وګومارل شول.

د فوټبال فدراسيون د چارواکو په وينا، اوتوفيستر چې د فوټبال له ملي ټيم سره يې يو کلن قرارداد کړى، د ملي ټيم د پخواني روزونکى ځاى ناستى شو چې تېره مياشت د نامعلوم دليل له مخې له دندې ګوښه کړل شو.

فيسټر چې ٤٨ کلنه کاري تجربه لري؛ له دې وړاندې د ټونس، مصر، الجزاير، عاج ساحل، عربستان، روانډا، بورکينافاسو، سنګال، غنا او بنګلادېش هېوادونو د فوټبال روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.     

                                                                                                                                                                      

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.