ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا خلک او مامورين د بانکي خدمتونو له لږوالي شکايت کوي

د پکتيکا خلک او مامورين د بانکي خدمتونو له لږوالي شکايت کوي

author avatar
12 Feb 2017 - 18:08
د پکتيکا خلک او مامورين د بانکي خدمتونو له لږوالي شکايت کوي
author avatar
12 Feb 2017 - 18:08

ښرنه (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٥): د پکتيکا خلک او مامورين په دې ولايت کې د بانکي خدمتونو له لږوالي شکايت کوي او وايي، په مرکز کې يوازينۍ د کابل بانک څانګه د خلکو ستونزې نه شي هوارولى.

د دې بانک مراجعين زياتوي، په ښرنه کې د کابل بانک يوه څانګه ده چې ټولو دولتي مامورينو، امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ته بانکي خدمات وړاندې کوي، چې هره ورځ سلګونه خلک ورته مراجعه کوي، چې زياته ګڼه ګوڼه جوړوي.

د پکتيکا د سرحدي زيړوک ولسوالۍ يوه ښوونکي مير زمان، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د زيړک د لرې پرتې ولسوالۍ ښوونکي او همدا شان د نورو ولسواليو اوسېدونکي په معاش اخيستلو کې په کابل بانک کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

ده زياته کړه، د ولسواليو خلک د لارو د خرابتيا له امله موټرو ته د زياتې کرايې په ورکولو سره مرکز ته راځي او بيا په ښرنه کې په کابل بانک کې د ګڼې ګوڼې له امله په ورځو ورځو انتظار باسي، ترڅو معاش ترلاسه کړي.

د پکتيا د مرکز يوه قومي مشر حاجي سيدالله هم وايي، د مامورينو ترڅنګ سوداګر او ځايي هټيوال هم په دې برخه کې له ستونزو سره لاس و ګرېوان دي.

دى زياتوي: "ډېر وخت دوکانداران او تجارت د خپلو پيسو ترلاسه کولو لپاره ډېر انتظار باسي چې دا د دوى د کاروبار د خنډ او ځنډ سبب ګرځي."

نوموړى له مرکزي حکومته او د کابل بانک له مرکزي دفتره غوښتنه کوي چې د پکتيکا په دوو ولسواليو اورګون او خيرکوټ کې دې هم څانګې پرانېزي، ترڅو له يوه لوري د خلکو ستونزې هوارې شي او له بل لوري دوى هم ګټه وکړي.

د پکتيکا يوه ماموري عبيدالله خروټي وويل، د پکتيکا په مرکز او څو ولسواليو کې دې ته زمينه برابره ده، چې کابل بانک يا نور بانکونه په کې خپلې څانګې پرانېزي.

د پکتيا والي الياس وحدت په دې ولايت کې د بانکي خدمتونو کمښت مني او وايي، خلک په دې برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي او دوى دا ستونزې درک کړې دي.

ده زياته کړه، په پکتيا کې بانکي خدمتونه کمرنګه دي، خو په دې اړه يې له ځينو بانکونو په ځانګړي ډول افغانستان بانک سره خبرې کړي، ترڅو په دې ولايت کې هم خپل خدمات وړاندې کړي.

پژواک هڅه وکړه، چې په ښرنه کې د کابل بانک د مسوولينو نظر واخلي، خو په دې اړه له خبرو کولو يې ډډه وکړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.