ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان قرغیو کې د ښوونکو اعتصاب له امله ځيني ښوونځي تړل شوي

لغمان قرغیو کې د ښوونکو اعتصاب له امله ځيني ښوونځي تړل شوي

author avatar
12 Feb 2017 - 15:48
لغمان قرغیو کې د ښوونکو اعتصاب له امله ځيني ښوونځي تړل شوي
author avatar
12 Feb 2017 - 15:48

مهترلام (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٥): د لغمان ولايت د قرغيو ولسواۍ د ښوونکو د اعتصاب له امله زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوې دي.

د قرغيو ولسوالۍ د لسګونو ښوونځيو، دارالعلوم، دارالمعلمين او کرنې انسټيټيوټ شاوخوا ٧٠٠ ښوونکو نن د سلواغې په ٢٤مه، ښوونځي وتړل او احتجاجي غونډه يې وکړه.

د قرغيو ولسوالۍ د کاکڅ د لېسې ښوونکى عبدالوارث جباخېل د نورو ښوونکو په استازيتوب پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت تېر کال د ځمکو نومرو اسناد ورکړي دي، خو تر اوسه یې ځمکې نه دي ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه، حکومت هغه ځمکې ورته ورکړې چې د غاصبينو له خوا غصب شوې او دوى يې نه شي ترلاسه کولى.

نوموړي ګواښ، تر هغه پورې به اعتصاب ته دوام ورکوي او ښوونځي به تړلي ساتي چې ستونزه يې نه وي هواره شوې.

د قرغيو ولسوالۍ د شهباز لېسې  ښوونکي روح الله حيدري پژواک اژانس ته وويل چې حکومت ورسره له غاصبينو څخه د ځمکو د را ګرځولو ژمنې کړې وې، خو عملي کړې يې نه دي.

دى وايي: ((اوس حکومت وايي چې تاسو په خپله له غاصبينو ځمکې واخلئ، په داسې حال کې چې موږ اجرائيه واک نه لرو او نه هم دغه کار کولى شو، حکومت بايد له غاصبينو ځمکې ترلاسه کړي. ))

د قرغيو ولسوالۍ يوه مدني فعال زاهدالله موسى زى وايي چې ځمکې د ټولو ښوونکو حق دى او حکومت ورته رسمي اسناد ورکړي دي.

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دا ستونزه هواره کړي؛ ځکه چې د اعتصاب اوږدېدلو سره زده کوونکي له زده کړو پاتې کېږي.

د لغمان د پوهنې رييس محمد حضرت مجددي د قرغيو ولسوالۍ د ښوونکو اعتصاب تاييد کړ او ويې ويل چې دى په خپله نن ولسوالۍ ته تللى، څو له هغوى سره له نږدې وګوري.

نوموړي له پژواک سره د خبرو پر مهال ومنله چې د قرغيو د ښوونکو ځمکې غصب شوې او له حکومت څخه يې په دې برخه کې د مرستو غوښتنه وکړه.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل چې والي عبدالجبار نعيمي امنيتي ارګانونو او د غصب د مخنيوي د کمېسيون ته دنده سپارلې چې دا ستونزه ژر تر ژره هواره کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.