ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پخوانى سياستوال او شاعر بارق شفيعي ومړ

پخوانى سياستوال او شاعر بارق شفيعي ومړ

author avatar
12 Feb 2017 - 14:36
پخوانى سياستوال او شاعر بارق شفيعي ومړ
author avatar
12 Feb 2017 - 14:36

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۵) فعال سیاسي شاعر او اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر بارق شفیعي د ۸۵ کلنۍ په عمر ومړ.

محمد حسن "بارق شفيعي" په ١٣١٠ کال کې په کابل کې وزېږېد، د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند د مرکزي کمېټې غړى او د ياد ګوند د لومړي خپرنيز ارګان (خلق) جريدې مسوول مدير و.

نوموړي تر ډېره د شعر په برخه کې کار کړى دى.

د شفيعي لومړى کتاب په ١٣٤٢ لمريز کال کې د (ستاک) په نامه چاپ شو، د هغه دويمه شعري ټولګه (شهر حماسه) نومېده چې په په ١٣٥٨ کال کې چاپ شوې ده.

د هغه درېيمه شعري ټولګه (دوران ساز) نومېده چې په ١٣٥٩ لمريز کال کې په تاجکستان کې چاپ شوه، څلورم اثر يې (ميلاد انقلاب) نومېده چې په ١٣٦٦لمريز کال کې چاپ شو.

شفيعي د غويي د اوومې نېټې له کوتاه وروسته د افغانستان د پخواني ولسمشر نور محمد تره کي په کابينه کې د اطلاعاتو او کلتور د وزير په توګه دنده ترسره کوله.

شفيعي ته په افغانستان کې د دري ژبې د معاصر ازاد شعر د مخکښ شاعر په سترګه کتل کېږي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.