ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد ښار هټيوال د مستوفيت له ماليې ټولوونکو مامورينو شکايت کوي

د جلال اباد ښار هټيوال د مستوفيت له ماليې ټولوونکو مامورينو شکايت کوي

author avatar
13 Feb 2017 - 17:14
د جلال اباد ښار هټيوال د مستوفيت له ماليې ټولوونکو مامورينو شکايت کوي
author avatar
13 Feb 2017 - 17:14

جلال اباد (پژواک، ۲۵ سلواغه ٩٥):  د جلال اباد ښار هټیوال شکايت کوي، چې د ننګرهار ولايت د مستوفيت مامورين ترې د مالياتو د اخيستو پرمهال د پيسو غوښتنه کوي او که څوک پيسې ورنه کړي، لوړ ماليات ورته ټاکي.

دوی وايي، داسې هم شوي چې لومړی يې دوکاندار ته د څلور زره افغانيو پارچه ورکړې وي؛ خو وروسته چې ورته د شيرينۍ په نوم پيسې نه وي ورکړل شوې، د اتو زرو افغانيو دويمه پارچه يې ورکړې وي.

 خو د ننګرهار مستوفيت چارواکي وايي، اوسمهال مامورين د مالياتو په راټولولو نه، بلکې د جريمو په راټولولو مصروف دي، چې هغه پخواني مالياتو سره جريمې يو ځای کېږي او بيا ورته نوې مالياتي پرچې ورکول کيږي.

د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې اړوند بي بي حوا لېسې سيمه کې د نجارۍ د يوه مارکېټ دوکانداران وايي، تېره اوونۍ ورته د مستوفيت مامورينو د مالياتو پرچې په دوو ورځو کې دوه ځلې ورکړي، چې هر يوې يې له بلې سره دوه زره افغانۍ توپير درلود.

دوی وايي، دغه چاره وروسته له هغې وشوه، چې د مستوفيت مامورينو له دوی د شيرينۍ په نوم پيسې غوښتې او دوی يې غوښتنه ونه منله.

د همدغه مارکيټ يوه دوکاندار فرهاد ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((ماته يې د شپږ زره افغانيو پرچه راکړه؛ خو په سبا يې راغلل او بيا يې راته وويل، چې که پيسې نه تحويلوې، موږ ته شيريني راکړه، څه خبره نشته، ما پيسې ورنه کړي؛ نو له غوسې يې بله پرچه راکړه او هغه کې يې اته نيم زره افغانۍ ليکلې وې.))

دغه راز د جلال اباد ښار د چپرهار زړې هډې سيمې د ښيښو پلورونکي دوکاندار سيد الرقيب پژواک ته وويل، مامورين هغو دوکاندارانو ته چې پيسې ورکړي، ماليات کم ليکي او هغوی چې پيسې ورنه کړي؛ نو ډېرې پيسې ورته ليکي.

نوموړي وويل: ((زما دوکان ته مخامخ هغه د شيشو، تختو او نورو تعميراتي سامانونو دوکان دی، چې د ورځې په لکونو سودا کوي او زما د ورځې په دې وړوکي دوکان کې شل دېرش زره کلدار کار کيږي؛ خو هغه چې پيسې ورکړي، په لسو دوکانونو يې ورته دولس زره افغانۍ ليکلي او ماته يې په يوه دوکان اته زره افغانۍ ليکلې دي.))

د جلال اباد ښار په ډنډه غاړه کې د خوراکي توکو د يوه مارکېټ دوکانداران هم همدا شکايت کوي. دوی وايي، هغه لوی دوکانونه چې مامورينو ته پيسې ورکوي، ماليات يې ورته کم ليکي او واړه دوکانونه، چې پيسې نه ورکوي، ماليات ورته ډېر ليکي.

سعيد الله د مارکېټ په کونج کې د پاکټي شيدو يو وړوکی دوکان لري. دی وايي، پنځه نيم زره افغانۍ ماليه يې ورته سږکال ليکلي وه، حال دا چې د مارکېټ په لومړي سر کې د دوو لويو دوکانونو لرونکي ته يې هم همدغومره ماليه ټاکلې ده.

هغه زياتوي: ((ماليه نه په دوکان ورکوي، نه په مال او نه په سودا، ماليه د جوړ امد خبره ده، چې په څو جوړ راشي، جيب کې ورته پيسې کېږده، بس ماليه درته کمه ليکي.))

د جلال اباد ښار د اصنافو او کسبګرو د اتحاديې مشر قاري اجمل هم وايي، د ښار ډېری اصنافو او دوکاندارانو له مالياتي سيسټم څخه ورته شکايت کړی او د مستوفيت چارواکي بايد دغې چارې ته پاملرنه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.