ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان: افغان کډوال مو په زور نه دي ايستلي

پاکستان: افغان کډوال مو په زور نه دي ايستلي

author avatar
15 Feb 2017 - 12:19
پاکستان: افغان کډوال مو په زور نه دي ايستلي
author avatar
15 Feb 2017 - 12:19

کابل (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٥): پاکستان د  بشري حقونو د څار نړيوال سازمان هغه راپور رد کړی چې ګواکې دوى تېر کال  افغان کډوال  په زور له خپل هېواده ايستلي دي.

د څار نړيوال سازمان دوه ورځې مخکې په کابل کې د افغان کډوالو يو بشپړ راپور خپور کړ، په دغه راپور کې راغلي وو چې پاکستان د افغان کډوالو  په زور د شړلو لپاره يو کمپاين په لاره اچولى و، کډوال يې ځورول څو خپل هېواد ته بېرته تګ ته اړ شي.

په راپور کې راغلي وو چې په ٢٠١٦ زېږديز کال کې شاوخوا ٦٠٠زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شول او دا په نړۍ کې په يوه کال کې بېرته خپلو سيمو ته د کډوالو تر ټولو لويه چوپه وه.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دغه راپور رد کړى او زياته کړې یې ده چې په دغه راپور کې خپاره شوي معلومات له حقايقو سره سمون نه خوري.

په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا د سلواغې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان په راپور کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه وړاندې شوي دلايل او لاملونه ګډوډ خپاره شوي دي.

سرچينې زياته کړې: ((پر افغان کډوالو د فشار راوړلو او ځورولو تورونه نا هيلي کوونکي او غير مسوولانه دي او دا ډول تورونه له افغان کډوالو سره زموږ د ورورۍ اړيکې زيانمنوي.))

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ګيله کړې ده چې په ياد راپور کې د پاکستان د حکومت او خلکو هغه کړنې له پامه غورځول شوې چې له څو لسيزو راهيسې يې ميليونونه افغان کډوالو ته يې ځاى ورکړى و.

د سرچينې په وينا، له تېرو څو کلونو راهيسې افغان کډوالو سره نړيوالې مرستې کمې شوې وې او پاکستان په يواځې ځان ورته اوږه ورکړې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان کډوالو په اړه  د پاکستان رول په نړيواله کچه منل شوى، افغانستان او ملګرو ملتونو هم پر دې اعتراف کړى دى.

پاکستان ويلي، خپل هېواد د افغان کډوالو بېرته ستنېدل په سيمه کې تلپاتې سولې او ثبات سره تړاو لري.

د افغان کډوالو په اړه ياد راپور په داسې حال کې خپور شوى چې ټاکل شوې نن په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تر منځ د افغان کډوالو په اړه درې اړخيزه غونډه جوړه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.