ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد ښار کې د رېکشاوو زياتوالي خلک له روغتيايي ستونزو سره مخ کړي

جلال اباد ښار کې د رېکشاوو زياتوالي خلک له روغتيايي ستونزو سره مخ کړي

author avatar
16 Feb 2017 - 15:04
جلال اباد ښار کې د رېکشاوو زياتوالي خلک له روغتيايي ستونزو سره مخ کړي
author avatar
16 Feb 2017 - 15:04

جلال اباد (پژواک، ۲۸ سلواغه ٩٥): د ننګرهار امنيه قوماندان وايي چې دغه ولايت ته په غير قانوني ډول ۳۵ زره ريکشاوې راغلي چې د خلکو روغتيا يې له ګواښ سره مخ کړې ده.

د امنيه قوماندان مل پاسوال سيد ګل اقا روحاني د معلوماتو له مخې، جلال اباد ښار کې له ۳۵ زره عرادې ډېرې  رېکشاوې فعاليت کوي چې ډېرى يې قانوني اسناد نه لري او په ناقانونه لارو هېواد ته راوړل شوې دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې رېکشاوو ډېرى چلوونکي د اسنادو نه لرلو ترڅنګ د ډريورۍ لاېسنس هم نه لري.

خو د ننګرهار امنيه قوماندان وايي، تازه يې هغو رېکشاوو ته چې په قانوني ډول هېواد ته راوړل شوې دي، د اسنادو او پلېټ د وېش لړۍ پيل کړې ده.

نوموړي د کوم هېواد نوم وانخيست، پخوا رېکشاوې له پاکستان څخه راوړل کېدې، خو په دې وروستيو کې له هند څخه هم راوړل شوې  دي او اوس ورته  قانوني اسناد ورکول کېږي.

امنيه قوماندان وايي، د نورو رېکشاوو لپاره چې قانوني نه وي او اسناد ونه لري، د چلوونکو لپاره يې د لاېسنس د ورکړې لړۍ پيلوي چې پرته له لايسنس به ورته د ريکشا چلولو اجازه نه ورکول کيږي.

روحاني زياته کړه: ((موږ ټولو چلوونکو او په ځانګړې توګه د رېکشاوو چلوونکو ته اعلاميه ورکړې چې بايد د روان کال تر پايه لاېسنس جوړ کړي چې تر څو په ښار کې د وسايطو د چلوولو پرمهال قانون په ځان تطبيق کړي.))

بلخوا د جلال اباد ښاريان، روغتيا پالان او کارپوهان وايي چې په جلال اباد ښار کې په دومره زيات شمېر د ريکشاوو موجوديت د دغه ښار د اوسېدونکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

د چارواکو تازه معلومات څرګندوي چې اوسمهال په جلال اباد ښار او شاوخوا سيمو کې له درې ميليونو زيات وګړي ژوند کوي، چې هره ورځ يې له نيمايي زيات په ښار کې تګ راتګ کوي او مستقيماُ د همدغو ريکشاوو له لوګيو او شور سره مخ دي.

د ننګرهار د چاپيريال ساتنې ادارې رييس فضل الربي هميم له پژواک سره د خبرو پرمهال اندېښنه وښوده چې په جلال اباد ښار کې د زرګونه ريکشاوو شتوالي، د دغه ښار چاپيريال چټل کړی او د اوسېدو نا مناسبه فضا يې رامنځته کړې ده.

دی وايي،  د همدغې ستونزې د حل لپاره يې له رېکشاوو د ګاز ډبو لرې کولو کمپاين پيل کړی، چې تر اوسه يې له څوارلس سوه زياتې ګاز ډبې راټولې کړي او لا هم دغه لړۍ دوام لري.

د نوموړي په وينا، د ګاز ډبو راټولول د دغې ستونزې د حل لاره نه ده او تر هغه وخته چې د ريکشاوو بديل او ريکشا چلوونکو ته بديل کار پيدا نه شي؛ نو دغه ستونزه نه شي حل کېدای.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.