ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان ولايت لويه لار د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه

author avatar
16 Feb 2017 - 16:42
author avatar
16 Feb 2017 - 16:42

اسعد اباد (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٥): د نورستان والي وايي چې د نورستان -کونړ لويه  لاره د ترافيکو پرمخ خلاصه شوې ده.

د نورستان والي حــافظ عبدالقيوم د سلواغې په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کونړ له چپې درې ولسوالۍ څخه د نورستان تر مرکز پارون ښاره پورې لويه لاره د زياتې واورې له امله له تېرو يوولسو ورځو راهيسې بنده وه.

هغه زياته کړه چې د فوايد عامې وزارت په همکارۍ د نورستان د فوايد عامې رياست د هلو ځلو په پايله کې دغه لاره نن د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه.

والي وويل چې د لارې د خلاصون لپاره له ننګرهار او کونړ ولايتونو څخه هم وسايل رالېږل شوي وو، چې دوى ترې منندوى دي.

د نوموړي په وينا، د راتلونکي کال د وري د مياشتې تر ١٥مې نېټې پورې په دې ولايت کې د واورو د ورېدو امکانات شته، ځکه هغه له  فوايد عامې وزارت څخه وغوښتل چې له ننګرهار او کونړ څخه استول شوي وسايل همدلته وساتي، څو په راتلونکي کې ترې کار واخيستل شي.

حافظ عبدالقيوم وايي چې اوس يوازې د نورستان ولايت تر مرکز پارون پورې لويه لاره خلاصه شوه او نورې ټولې فرعي او د ولسوالۍ لارې د ترافيکو پر مخ تړلې دي.

د يادونې ده چې په نورستان کې د زياتو واورو او يخ له امله  شاوخوا ١٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.