کابل (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٥): د پاکستان د سند ايالت په يوه زيارت کې ځانمرګى بريد شوى او په کې تر ۵۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ نور ټپيان دي.
پاکستانيو رسنيو ويلي چې دا پېښه نن له ماښام وروسته د سند په سيحون ښار کې په مشهور زيارت لال شهباز قلندر کې شوې ده.
د دې ښار د پوليسو مشر عبدالرشيد وايي، له دې پېښې څخه تراوسه پورې (د ماخوستن ٨ بجې) ٣٠ مړي او سل ټپيان روغتونونو ته وړل شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
ده زياته کړه، د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى او ښايي د مړو شمېر زيات شي.
له بلې خوا د ياد شوي ښار د روغتونونو سرچينې وايي، دوى ته له دې پېښې څخه ۵۰ مړي او تر ۱۵۰ زیات ټپيان ور وړل شوي دي.
لال شهباز قلندر زيارت د يوه مشهور پاکستاني صوفي زيارت دى، چې په ځانګړي ډول د پنجشنبې او جمعې په ورځو ورته ډېر مينه وال ورځي.
په تېره يوه اونۍ کې دا اومه خونړۍ پېښه ده چې په پاکستان کې رامنځ ته کېږي؛ دا بريدونه او چاودنې په لاهور، پېښور او بلوجستان کې شوې دي، چې په لسګونو کې کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن