ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د ټاکنو کمېسیون دې خپل اقدامات چټک کړي

غني: د ټاکنو کمېسیون دې خپل اقدامات چټک کړي

author avatar
16 Feb 2017 - 19:28
غني: د ټاکنو کمېسیون دې خپل اقدامات چټک کړي
author avatar
16 Feb 2017 - 19:28

کابل (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٥) ولسمشر په دې سربېره چې وايي، د ټاکنیزو کمېسیونونو بریالیتوب د دوی په وحدت نظر، شفافیت او استقلال کې نغښتی، غوښتنه وکړه چې د ټاکنو کمېسیون دې خپل اقدامات چټک او د ګومارنې شفاف بهیر دې پیل کړي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټاکنو ته د تیاریو په سر د بحث په خاطر، پرون ماښام د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو، د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو او په افغانستان کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو د سفیرانو په ګډون په ارګ کې غونډه جوړه شوه.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، په پیل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس نجیب الله احمدزي او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رئیس عبدالعزیز اریایي د یادو ټاکنیزو کمېسیونونو د برنامو او شته ننګونو په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس وويل، درې کمېټې جوړې شوې دي چې په حقوقي، تخنیکي او مالي څانګو کې کار کوي او تخنیکي راپور به یې تر یوې اونۍ بشپړ شي.

هغه څرګنده کړه چې د ټاکنو لپاره د بودجې ارزونه شوې ده او ژر به بشپړه شي.

د ده په وينا، د تېرو ټاکنو لګښت زیات و، هڅه به وکړي چې د راتلونکو ټاکنو لګښت واقع بینانه تنظیم شي. همدارنګه په کاري پلانونو هم کار روان دی چې په دغه ډګر کې سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو سره بحثونه شوي دي.

نوموړي په ډاګه کړه چې د ټاکنو کمېسیون کې یو شمېر تش بستونه شته چې ګومارنې ورته روانې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رئیس عبدالعزیز اریايي وویل: "زموږ یوه برنامه دا ده چې د شکایتونو سیستم الکترونیکي کړو او همدارنګه پر حقوقي مسائلو، سیستم جوړونې او د ګومارنې په بهیر کار روان دی."

ورپسې په افغانستان کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو استوګن سفیرانو د کمېسیونونو په برنامو، لومړیتوبونو او اړتیاوو بحث وکړ.

د ملګرو ملتونوسازمان د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل، خوښ دی چې ولسمشر غني او د افغانستان حکومت د ټاکنو مسئله په جدي توګه تعقیبوي.

هغه زیاته کړه، د رڼو ټاکنو د کېدو په خاطر د حکومت اراده درک کولی شي.

ده څرګنده کړه، کوم پلانونه چې کمېسیون وړاندې کړي دي، اړتیاوې یې د درک وړ دي او په دې برخه کې به هراړخیز اقدامات وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.