ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت: د حقاني شبکې يو مهم قوماندان له درې وسله والو سره ووژل شو

ملي امنيت: د حقاني شبکې يو مهم قوماندان له درې وسله والو سره ووژل شو

author avatar
16 Feb 2017 - 16:10
ملي امنيت: د حقاني شبکې يو مهم قوماندان له درې وسله والو سره ووژل شو
author avatar
16 Feb 2017 - 16:10

کابل (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٥): ملي امنيت وايي، د حقاني شبکې د يوه مهم قوماندان په ګډون يې درې وسله وال وژلي دي.

له دې رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د حقاني شبکې مهم قوماندان خان بادشاه د ګلاب شاه زوی چې په فریادي مشهور و، د دغې شبکې له څو تنو نورو مهمو غړو سره یو ځای وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، په دې هوایي برید کې د قوماندان فریادي په ګډون د هغه مرستیال سیدان په فدایی مشهور، محسن چې د شمالي وزیرستان د مداخېلو د کلي اوسېدونکی او د حقاني شبکې د دېرش کسیزې ډلې مشر و، له یو بل تن سره یو ځای چې هویت یې نه دی په ډاګه شوی، وژل شوي دي.

خو سرچينې د يادو شوو کسانو د وژلو کره نېټه او ځاى نه دي په ډاګه کړي.

سرچينه کاږي، فریادي د دې ترڅنګ چې د حقاني شبکې د ځانمرګو بریدګرو د روزنې چارې مخ ته وړلې، همدارنګه یې په خوست، پکتیکا او په زابل ولایتونو کې د افغان دولت پر ضد د ډېرو بریدونو قومانده هم پر غاړه لرله.

سرچينه زياتوي: "فریادي د یو زیات شمېر بېګناه افغانانو په اعدام او صحرایي محاکمه کې هم ښکېل و او درې اوونۍ مخکې یې دوه تنه بې ګناه ځوانان پر دار ځړولي وو."

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، خان بادشاه د پکتیکا ولایت د حقاني شبکې ټولې نظامي او عملیاتي چارې مخ ته وړلې او همدارنګه یې د نورو ولایتونو طالبانو ته د ملاتړ په موخه زیات شمېر جنګیالي لېږل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.