جلال اباد (پژواک ۲۸ سلواغه ٩٥): د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کې د يو کور د خونې د چت پرېوتو له امله د يوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د خوږياڼو ولسوالۍ په پيره خېلو سيمه کې د يو کور د يوې خونې چت پرېوتو له امله د يوې کورنۍ دوه مېرمنې مړې شوې او د يو ماشوم او يوې مېرمنې په ګډون درې تنه ټپيان دي .
هغه زياته کړه چې ياده پېښه د چت د زوړوالي له امله رامنځته شوې او د پېښې د ټپيانو روغتيا حالت د ډاډ وړ دی .
د سيمې يوتن اوسېدونکي حاجي اول داد پژواک اژانس ته وويل چې ياد کور ډير زوړ و او تېرو ورښتونو هم خراب کړی و.
هغه وايي چې تېره شپه چت راپرېوتی او له امله يې د کورنۍ پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زياته کړه: ((کله چې موږ خبر شو، د کلي خلک راټول شول مړي او ټپيان مو له خاورو را بهر او روغتون ته مو انتقال کړل.))
د يادولو ده چې روان ژمی په ټول هېواد کې د واورو او باران د ورښت له امله د مالي زيانونو ترڅنګ خلکو ته ګڼه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن