ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لويه لاره او سبزک غاښى د ترافيکو پر مخ تړل شوي

د سالنګ لويه لاره او سبزک غاښى د ترافيکو پر مخ تړل شوي

author avatar
18 Feb 2017 - 13:39
د سالنګ لويه لاره او سبزک غاښى د ترافيکو پر مخ تړل شوي
author avatar
18 Feb 2017 - 13:39

چاريکار(پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٥): د سالنګ لويې لارې تر څنګ چې د هېواد مرکز له شپږو شمالي ولايتونو سره نښلوي، د قلعه نو- هرات لويه لاره هم د بادغيس سبزک غاښي کې د ترافيکو پر مخ تړل شوې چې ځينې موټر په واورو کې بند پاتې دي.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رييس ډګرجنرال محمد رجب پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سالنګ لويه لاره پرون شپه شاوخوا پنځه بجې د سخت توپان او درنې واورې په سبب د ترافيکو پر مخ  وتړل شوه.

هغه زياته کړه چې ياده شوې لويه لاره به تر هغه وخته بنده وي چې توپان ودرېږي او د واورې ښويېدنې خطر لرې شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له پرون ورځې راهيسې په سوېلي سانګ کې اتيا سانتي او په شمالي سالنګ کې ٥٠ سانتي متره واوره ورېدلې ده.

ياه شوې لويه لاره د روان مياشتې له پنځلسمې تر اتلسمې نېټې هم د واورې او توپان په سبب د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.

له ژمي کې له درې لويې لارې تېرېدل له خطرونو خالي نه وي.

د ١٣٨٨ لمريز کال په سلواغه کې هم په سوېلي سالنګ کې د سختو توپانونو او واوره ښويېدنې په سبب نږدې ١٧٠ کسان مړه شول او ١٢٥ ټپيان وو.

د هرات – قلعه نو لويه لار هم تېره شپه د سختو واورو ورېدو له امله د بادغيس ولايت د مرکز اړوندو سبزک غاښي کې د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د فخر الدين په نامه د سراچه موټر چلوونکي له پژواک خبري اژانس سره په اړيکه کې وويل چې تېره شپه هغه او اووه نور مسافر وړونکي موټر د غاښي د هرات خواته بند پاتې شول، خو مسافر يې هلته د ملي اردو يوې نږدې قرارګاه ته لاړل او وژغورل شول.

 نوموړي زياته کړه چې ددې غاښي د بادغيس خوا کې هم يو شمېر موټر په واورو کې بند پاتې دي، خو تر اوسه يې مسافرو ته زيان نه دى رسېدلى، نوموړي وويل چې تېره شپه په سبزک غاښي کې شاوخوا اويا سانتي متره واوره ورېدلې ده.

هڅو مو وکړه چې د بادغيس ولايت له چارواکو سره هم اړيکه ونيسو، خو اړيکه ونه نيول شوه.

سبزک غاښى له دوو خواوو بادغيس او هرات ولايتونو ته لاره لري، له هرات ولايت څخه ګڼ شمېر مسافر له دې لارې د بادغيس بېلابېلو ولايتونو ته تګ راتګ کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.