لښکرګاه (پژواک،۳۰ سلواغه۹۵): د هلمند د ناوې او کجکي ولسواليو پخواني ولسوال او قومي مشر ملاشرف الدين اخند د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
ملاشرف الدين تېره ورځ د لښکرګاه په دويمه امنيتي حوزه کې د جمعې تر لمانځه وروسته د ناپېژاندو موټر سايکل سپرو لخوا پر ډزو ټپي شوى و.
هغه تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته يوړل شو، خو اوس ځايي چاروکي وايي چې نوموړي تېره شپه په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د سلواغې په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو د هغه په ترور کې د لاس لرلو په تور درې کسان نيولي دي.
د نوموړي په وينا، له نيول شوو کسانو څخه پوښتنې روانې دي، خو دا لا نه ده معلومه چې دوى د چا لخوا دې کار ته هڅول شوي وو.
د هلمند د امنيت امر سمونوال ګلي خان پرون پژواک ته ويلي و چې د پېښې په ځای کې د ولسوال زامن هم وو، هغوی د پېښې عاملين پېژندلي چې يو په کې د الهام په نوم د ولسوالۍ د وخت معتمد و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن