فيض اباد (پژواک،٣٠سلواغه ٩٥): د بدخشان ولايت سيمه ييزمسوولين وايي چې ددې ولايت درېيو ولسواليوکې د واورو ښويېدوله امله، څه ناڅه څلورکسان مړه او اته نور ژوبل شوي دي.
دبدخشان ولايتي شورا منشي احمدجاويد جاويد وويل چې دوه کسان د کوهستان ولسوالۍ مکاتاى کلي کې د واورې ښويېدنې له امله مړه شوي دي.
هغه زياته کړه چې د واورې ښويېدنې په بله پېښه کې چې ددې ولسوالۍ خمبيوى کلي کې رامنځته شوې يوتن مړ او درې نورټپيان شوي دي.
د بدخشان ولايتي شورا بل غړي فرحنازپاميري هم وويل چې شغنان ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې له امله يوتن مړ شوى او دوه نورټپيان دي اولږترلږه ٧٣کورنيوخپل کورونه پرېښي او د زياتې واورې له امله کلي ته دتګ راتګ لارې تړل شوې دي.
د بدخشان د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رياست مشرسيدعبدالله همايون دهقان وويل چې د تېرو دوو ورځو د واورې ښويېدنې په پېښوکې د بدخشان په درېيو ولسواليوکې څلورکسان مړه اواته نورټپيان شوي دي.
سرچينې زياته کړه چې ډېر ژر به د مرستې رسولو لړۍ پيل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن