ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: که طالبان سولې ته نه حاضريږي  قطر کې دې دفتر وتړل شي

ولسمشر غني: که طالبان سولې ته نه حاضريږي قطر کې دې دفتر وتړل شي

author avatar
19 Feb 2017 - 14:07
ولسمشر غني: که طالبان سولې ته نه حاضريږي  قطر کې دې دفتر وتړل شي
author avatar
19 Feb 2017 - 14:07

کابل (پژواک،د کب لومړۍ نېټه، ٩٥): ولسمشر اشرف غني له قطر څخه غوښتي  چې که طالبان سولې ته نه حاضريږي، نو په قطر کې  دې د هغوى دفتر وتړي.

له ارګ څخه د کب په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني دغه غوښتنه پرون په المان کې د مونيخ امنيتي کنفرانس په څنډه کې د قطر د بهرنيو چارو له وزير سره د ليدنې پر مهال کړې ده.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر ددې ليدنې پر مهال د قطر د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن الثاني سره پر دوه اړخيزو  موضوعاتو، سولې پروسې او په دوحه کې د طالبانو د دفتر په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر اشرف غني ويلي، مهمه خبره داده چې طالبان دې له جګړې لاس واخلي، د سولې له پروسې سره دې يو ځاى شي او د سولې فرصتونه دې  نه ضايع کوي.

هغه زياته کړې : (( که چېرې تر راتلونکي کال او راتلونکي پسرلي پورې طالبان په خپلو کړنو کې مثبت بدلون رانه ولي او تاوتريخوالي ته ادامه ورکړي، نه يواځې به پر هغوى بندېزونه ولګول شي، بلکې د هغوى د قطر دفتر دې هم وتړل شي.))

ولسمشر غني د قطر د بهرنيو چارو وزير ته ويلي  چې د کندهار ولايت مقام د وروستۍ پېښې په اړه ترسره شوو څېړنو کې په ډاګه شوې چې طالبان او د هغوى بېلابېلې شوراګانې په دې پېښه کې لاس لري، لکه څرنګه چې هغوى پر عامو خلکو رحم نه کوي، ددوستو هېوادونو پر دپلوماټانو هم رحم نه کوي.

تېره مياشت د کندهار ولايت په مېلمستون کې ديوې چاودنې له امله د کندهار مرستيال او د اماراتو د پنځو ديپلوماټانو په ګډون ١٢ تنه ووژل شول ، د کندهار والي او د اماراتو د سفير په ګډون ګڼ شمېر ټپيان شوي وو، خو د اماراتو سفير هم څو ورځې مخکې د سختو ټپونو له امله مړ شو.

ولسمشر غني ويلي  چې سوله د افغانستان د حکومت او خلکو له لومړيتوبونو څخه ده، خو طالبان د سولې خبرې کوي، خو عملاً جګړو ته ادامه ورکوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د قطر د بهرنيو چارو وزير الثاني ويلي چې هر ډول تاوتريخوالي د توجيه وړ نه وي او هېواد يې په افغانستان کې د سولې هلو ځلو ته ادامه ورکوي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.