ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لغمان کې چاودنې پنځه ملکي وګړي ټپيان کړل

په لغمان کې چاودنې پنځه ملکي وګړي ټپيان کړل

author avatar
19 Feb 2017 - 15:21
په لغمان کې چاودنې پنځه ملکي وګړي ټپيان کړل
author avatar
19 Feb 2017 - 15:21

مهترلام  (پژواک،  د کب لومړۍ نېټه، ٩٥): په لغمان ولايت کې د يوې چاودنې له امله پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د کب په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن غرمه مهال د اليشنګ ولسوالۍ په بازار کې وشوه .

هغه زياته کړه چې د وسله والو مخالفينو له لوري د ملکي وګړو پر يوه سراچه موټر مقناطيسي ماين نښلول شوى و، چې د چاودنې له امله يې په سراچه موټر کې ناست پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، په ټپيانو کې يوه ماشومه نجلۍ هم ده  چې له نورو ټپيانو سره روغتون ته لېږدول شوې ده.

ځواک وايي چې ټپيان د مهترلام په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د نجيب الله په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي وويل ، په  يادې سراچې د بازار په منځ کې چاودنه وشوه چې له امله يې ګڼ شمېر کسان ټپيان شول.

ددې چاودنې مسووليت چا نه دى اخيستى. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.