ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښاروال : د کندوز ښار څه باندې ٦٠ سلنه اوسېدونکي د صفايي محصول نه ورکوي

ښاروال : د کندوز ښار څه باندې ٦٠ سلنه اوسېدونکي د صفايي محصول نه ورکوي

author avatar
19 Feb 2017 - 16:24
ښاروال : د کندوز ښار څه باندې ٦٠ سلنه اوسېدونکي د صفايي محصول نه ورکوي
author avatar
19 Feb 2017 - 16:24

 کندوز(پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٥): د کندوز ښاروال نا امنۍ ددې بنسټ د کړنو پر وړاندې ستره ننګونه بولي او وايي چې د کندوز ښار څه باندې شپېته سلنه اوسېدونکو له څو کلونو راهيسې د ښاروالۍ د صفايي محصول نه دى ورکړى.

د کندوز ښاروال نجيب الله عمرخېل له پژواک خبري اژانس له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د روان کال په تلې مياشت کې د کندوز ښار دويم ځلي له لاسه وتلو په بېلابېلو برخو کې منفي اغېزې کړې چې د ولايت ښاروالي هم ترې خوندي نه ده.

 هغه زياته کړه چې کندوز ښاروالۍ د وسله والو مخالفينو له لوري د ښار د ځينو برخو د نيولو په سبب ګڼ زيانونه ګاللي، مارکېټونه سوځېدلي، د خلکو هټۍ، د ښاروالۍ ودانۍ او کلوپ ويجاړ شوي، څه باندې ١٢ موټر او نور امکانات غلا شوي او اوسمهال ښاروالي له ګڼو ستونزو سره مخ ده.

عمرخېل زياته کړه:((د تېرې يوې مياشتې په ترڅ کې مې شپه او ورځ کار وکړ، څو هغه زيانونه چې د وسله والو مخالفينو له لوري د کندوز د نيولو پر مهال کندوزيانو ته اوښتي، دويم ځلې ورغوو، د ښاروالۍ ودانۍ او هغه مارکېټونه چې سوځېدلي وو، بيا ورغول شول او ښار مو له جګړه ييز وضعيت نه را بهر کړى دى.))

د کندوز ښاروال چې لا هم نا امني ددې بنسټ د کړنو پر وړاندې ستره ننګونه بولي او وايي چې نا امنيو زياتې ستونزې رامنځته کړې دي، په ځانګړي ډول د ښاروالۍ د عوايدو د ټولولو په پروسه يې منفي اغېز کړى دى.

نوموړي زياته کړه چې د کندوز ولايت څه باندې ٦٠ سلنه اوسېدونکي د صفايي محصول نه ورکوي، دا موضوع د ياد شوي رياست د عوايدو د کمښت سبب شوې، که چېرته خلک د پاکۍ صفايي د ورکړې په برخه کې پاملرنه ونه کړي، احتمال لري چې ښاروالي هم خلکو ته خدمت وړاندې نه شي کړلى.

نوموړي که څه هم د ښاروالۍ له لوري پر خلکو د پورونو شمېرې نه ښيي، خو وايي:((له درېيو تر څلورو کلونو پورې شپېته سلنه خلکو چې سوداګر او هټيوال په کې دي، ښاروالۍ ته يې د صفايي پيسې نه دي ورکړې، خو شمېرې يې نه لرو، هڅه کوو چې دا شمېرې راټولې کړو.))

بلخوا د کندوز ښاروال وايي چې په ١٣٩٦ کال کې يې څه باندې ٢٠ زره نيالګي د ولايت د بېلابېلو د زرغونتيا لپاره اېښودل کېږي، ددې ترڅنګ ګڼ ګلدانونه په بېلابېلو ساحو او اکاډميکو ځايونو کې د لګولو لپاره چمتو شوي دي.

هغه وويل چې ددې نيالګيو د کېنولو لپاره يې  منظم پروګرام جوړ کړى، په راتلونکي کال کې به هڅه وکړي چې څو نور تفريحي پارکونه هم جوړ کړي.

عمرخېل د کندوز له اوسېدونکو  وغوښتل چې د نيالګيو د ساتنې او ښاروالۍ د صفايۍ محصول د ورکړې په برخه کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.

هغه څرګنده کړه:((که چېرته د کندوز خلک له موږه خدمت غواړي، نو بايد له موږ سره همکاري وکړي، موږ کافي وسايط نه لرو، خلک بايد د صفايي پيسې تحويل کړي، څو د ښار د پاکۍ او زرغونتيا لپاره کار وشي.))

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.