کندوز(پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٥): د کندوز ښاروال نا امنۍ ددې بنسټ د کړنو پر وړاندې ستره ننګونه بولي او وايي چې د کندوز ښار څه باندې شپېته سلنه اوسېدونکو له څو کلونو راهيسې د ښاروالۍ د صفايي محصول نه دى ورکړى.
د کندوز ښاروال نجيب الله عمرخېل له پژواک خبري اژانس له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د روان کال په تلې مياشت کې د کندوز ښار دويم ځلي له لاسه وتلو په بېلابېلو برخو کې منفي اغېزې کړې چې د ولايت ښاروالي هم ترې خوندي نه ده.
هغه زياته کړه چې کندوز ښاروالۍ د وسله والو مخالفينو له لوري د ښار د ځينو برخو د نيولو په سبب ګڼ زيانونه ګاللي، مارکېټونه سوځېدلي، د خلکو هټۍ، د ښاروالۍ ودانۍ او کلوپ ويجاړ شوي، څه باندې ١٢ موټر او نور امکانات غلا شوي او اوسمهال ښاروالي له ګڼو ستونزو سره مخ ده.
عمرخېل زياته کړه:((د تېرې يوې مياشتې په ترڅ کې مې شپه او ورځ کار وکړ، څو هغه زيانونه چې د وسله والو مخالفينو له لوري د کندوز د نيولو پر مهال کندوزيانو ته اوښتي، دويم ځلې ورغوو، د ښاروالۍ ودانۍ او هغه مارکېټونه چې سوځېدلي وو، بيا ورغول شول او ښار مو له جګړه ييز وضعيت نه را بهر کړى دى.))
د کندوز ښاروال چې لا هم نا امني ددې بنسټ د کړنو پر وړاندې ستره ننګونه بولي او وايي چې نا امنيو زياتې ستونزې رامنځته کړې دي، په ځانګړي ډول د ښاروالۍ د عوايدو د ټولولو په پروسه يې منفي اغېز کړى دى.
نوموړي زياته کړه چې د کندوز ولايت څه باندې ٦٠ سلنه اوسېدونکي د صفايي محصول نه ورکوي، دا موضوع د ياد شوي رياست د عوايدو د کمښت سبب شوې، که چېرته خلک د پاکۍ صفايي د ورکړې په برخه کې پاملرنه ونه کړي، احتمال لري چې ښاروالي هم خلکو ته خدمت وړاندې نه شي کړلى.
نوموړي که څه هم د ښاروالۍ له لوري پر خلکو د پورونو شمېرې نه ښيي، خو وايي:((له درېيو تر څلورو کلونو پورې شپېته سلنه خلکو چې سوداګر او هټيوال په کې دي، ښاروالۍ ته يې د صفايي پيسې نه دي ورکړې، خو شمېرې يې نه لرو، هڅه کوو چې دا شمېرې راټولې کړو.))
بلخوا د کندوز ښاروال وايي چې په ١٣٩٦ کال کې يې څه باندې ٢٠ زره نيالګي د ولايت د بېلابېلو د زرغونتيا لپاره اېښودل کېږي، ددې ترڅنګ ګڼ ګلدانونه په بېلابېلو ساحو او اکاډميکو ځايونو کې د لګولو لپاره چمتو شوي دي.
هغه وويل چې ددې نيالګيو د کېنولو لپاره يې منظم پروګرام جوړ کړى، په راتلونکي کال کې به هڅه وکړي چې څو نور تفريحي پارکونه هم جوړ کړي.
عمرخېل د کندوز له اوسېدونکو وغوښتل چې د نيالګيو د ساتنې او ښاروالۍ د صفايۍ محصول د ورکړې په برخه کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
هغه څرګنده کړه:((که چېرته د کندوز خلک له موږه خدمت غواړي، نو بايد له موږ سره همکاري وکړي، موږ کافي وسايط نه لرو، خلک بايد د صفايي پيسې تحويل کړي، څو د ښار د پاکۍ او زرغونتيا لپاره کار وشي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن