ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل والي: داعش او ازبکستاني وسله والو جلب او جذب پيل کړى

د سرپل والي: داعش او ازبکستاني وسله والو جلب او جذب پيل کړى

author avatar
20 Feb 2017 - 15:38
د سرپل والي: داعش او ازبکستاني وسله والو جلب او جذب پيل کړى
author avatar
20 Feb 2017 - 15:38

مزارشريف (پژواک، ۲ کب ۹۵): د سرپل والي په دغه ولايت کې د داعش او ازبکستانۍ ترهګرو ډلو د جلب و جذب د پيلېدو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي ګواښ وکړ چې که چېرې مرکزي حکومت د ياد ولايت امنيتي حالت ته پاملرنه ونه کړي؛ نو تر راتلونکي کال پورې به ستونزې لا ډېرې شي.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت چې د کب په ۲مه يې د بلخ په مرکز- مزارشريف ښار کې د سرپل د امنيتي حالت په تړاو خبري ناستې ته خبرې کولې، اندېښنه وښوده چې اوس دغه ولايت يوازې د کورنيو وسله والو مخالفينو تر ګواښ لاندې نه، بلکې نړيوالو ترهګریزو ډلو هم په کې ژور فعاليتونه پيل کړي دي.

نوموړي زياته کړه، يوازې بلخاب ولسوالۍ په ټوله معنا د حکومت په ولکه کې ده او په پاتې ټولو سيمو کې وسله وال مخالفين فعاليتونه لري.

د هغه په وينا، د کوهستانات ولسوالۍ ډېره برخه د وسله والو په واک کې ده، دغه راز د مرکز په ګډون په پاتې ټولو ولسواليو کې وسله وال مخالفين چېرې کم او چېرې ډېر فعاليت لري.

ظاهر وحدت،چې له تېرو ۱۶ مياشتو د سرپل والي دی؛ د ازبکستاني نړيوال ترهګر طاهر يولداش د زوی ظاهر يولداش يادونه وکړه چې په خورا قوي امکاناتو د سرپل، فارياب او جوزجان ولايتونو پر پوله ځای پر ځای شوی دی.

هغه په دې تړاو ډېر اندېښمن و چې يادې ډلې له همدې سيمې جلب و جذب پيل کړی دی.

د سرپل والي په دغه ولايت کې د داعش ترهګريزې ډلې د جلب او جذب او فعاليتونو په تړاو هم خبر ورکړ.

نوموړي زياته کړه چې دغې ډلې له وسله والو طالبانو سره ژورې خبرې اترې روانې کړې او په همدې ډله کې يې جلب و جذب هم پيل کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.