ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ٧ مياشتو کې به د صادراتو ملي ستراتيژي بشپړه شي

په ٧ مياشتو کې به د صادراتو ملي ستراتيژي بشپړه شي

author avatar
20 Feb 2017 - 16:33
په ٧ مياشتو کې به د صادراتو ملي ستراتيژي بشپړه شي
author avatar
20 Feb 2017 - 16:33

کابل (پژواک، ۲ کب ۹۵): د سوداګرۍ او صنايع وزارت د صادراتو ستراتيژي د غني کولو په موخه لومړۍ مشورتي غونډه وکړه او وايي چې د دې ستراتيژۍ له لارې به د هېواد صادراتي توکي په نړيوالو بازارونو کې د سيالۍ جوګه شي.

د سوداګرۍ او صنايع وزير همايون رسا نن په کابل کې د افغانستان صادراتو د ملي ستراتيژۍ د غنامندۍ په لومړنۍ ناسته کې وويل چې د افغانستان صادرات د وارداتو په پرتله ډېر کم دي او يوې داسې ستراتيژۍ ته اړتيا ده چې له مخې يې د افغانستان د سوداګرۍ بيلانس متوازن شي.

د ده په وينا، دوه کال مخکې د افغانستان د سوداګرۍ ۹۷ سلنه واردات او درې سلنه صادرات وو او دا مهال يې ۹۰ سلنه واردات او لس سلنه صادرات دي.

هغه وويل چې د دې ستراتيژۍ له مخې به د هېواد د مهمو صادراتي توکو کيفيت او کميت لوړ شي او په نړيوال بازار کې د سيالۍ کولو لپاره به په نړيوالو معيارونو برابر شي.

هغه زياتوي، په دې ستراتيژۍ کې د خصوصي سکتور د ستونزو لرې کول په پام کې نيول شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې اجرايي مشر عتيق الله نصرت د توليداتو او صادراتو د پرمختګ لپاره د تګلارو نه شتون، د اسانتياوو لرونکو پورونو ته د سوداګرو نه لاسرسى، د صادراتي توکيو د پروسس لپاره د اقتصادي زونونو نشتوالي، د توليدي چارو لپاره د مځکې، برېښنا او سړو خونو کموالى او د کيفيت د تعيين لپاره د معيارونو نشتوالى د افغانستان د صادراتو د پرمختګ پر وړاندې اصلي خنډونه په ګوته کوي.

دی زياتوي، افغان چارواکي بايد د صادراتو د پرمختګ په موخه له هغو هېوادونو سره چې مارکېټونه يې د افغانستان پر صادراتو مستقيم اغېز لري سوداګريز او ترانزيټي هوکړه ليکونه لاسليک کړي او پورونو ته د اسانتياوو لپاره د افغانستان د صادراتو پراختيايي بانګ بيا جوړ کړي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د سوداګريزو چارو مرستيال محمد قربان حقجو وويل افغانستان د صادراتو په برخه کې داسې ستراتيژۍ ته اړتيا لري چې له مخې يې د هېواد اقتصاد پياوړى، د اسعار بيې په ښه ډول مديريت او صادراتو ته پراختيا ورکړل شي.

هغه وويل: "د يادې ستراتيژۍ له مخې لومړی کار چې موږ يې بايد وکړو، د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې د خنډونو له منځه وړل دي تر څو په افغانستان کې پر صادراتي توکو ولاړ اقتصادي وضعيت رامنځته شي."

همداراز دى وايي، د يادې ستراتيژۍ له مخې به د صادراتو د پراختيا لپاره سوداګرو او صنعت کارانو ته د برېښنا، ځمکې او پرمختللي ټکنالوژۍ اسانتياوې برابره شي او نورې ستونزې به يې هم له منځه ولاړې شي.

حقجو وايي: "افغاني توليدات هغه وخت په نړيوالو بازارونو کې د رقابت جوګه کېدای شي چې موږ د توليد د لګښت کچه راټيټه کړو."

هغه همداراز وويل: "کله چې ستونزې له منځه يوړل، کيفيت او کميت لوړ او د رقابت وړتيا پيدا کړي نو بيا موږ صادراتي بازار موندنه ته اړتيا لري چې اوس بازارمونده په يو نوي هنر بدله شوې؛ مثلا ولسمشر، د کابينې غړي، سفيران او سوداګر هڅه کوي چې په څه ډول د خپلو صادراتي توکو نمونې نړيوالو بازارونو ته ورسوي او جلب توجه وکړي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.