ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي ځواکونو د دوستم کور او دفتر کلا بند کړي

امنيتي ځواکونو د دوستم کور او دفتر کلا بند کړي

author avatar
21 Feb 2017 - 15:00
امنيتي ځواکونو د دوستم کور او دفتر کلا بند کړي
author avatar
21 Feb 2017 - 15:00

کابل (پژواک، ۳ کب ۹۵): امنيتي ځواکونو په کابل کې ارګ او د بهرنيو چارو وزارت ته تلونکې لارې تړلې او د ولسمشر د لومړي مرستيال د ساتونکو د نيولو هڅې کوي.

دغه راز د کابل ښار شېرپور سيمې ته ټولې تللې لارې هم د امنيتي ځواکونو لخوا تړل شوې، چېرته چې د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم کور دى.

دولتي چارواکي وايي چې د کابل ګارنيزيون ته امر شوی، ترڅو د جوزجان د پخواني والي او قومي مشر احمد ايشچي د تښتولو او جنسي تېري په تړاو د دوستم ساتونکي د څارنوالۍ له حکم سره سم ونيسي.

يوې باوري دولتي سرچينې د کب په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون يو شمېر څارنوالانو له دوستم څخه غوښتي وو، څو خپل ساتونکي امنيتي ځواکونو ته د پلټنو لپاره وسپاري.

خو سرچينې زياته کړې، کله چې دوستم انکار وکړ، نو څارنوالانو دوستم ته وويل چې نور له کوره نه شي وتلى او نه هم دفتر ته تللى شي.

يادې حکومتي سرچينې وويل، دوستم د خپل زور ښودلو په موخه له لسګونو ساتونکو سره چې په درنو او سپکو وسلو سمبال وو، خپل دفتر ته ولاړ او د يوه ساعت لپاره خپل دفتر کې کښېناست.

د ايشچي تر قضيې درې مياشتې وروسته دا لومړى ځل و  چې دوستم خپل دفتر ته ځي.

سرچينه وايي، چې تېره شپه د لسمې حوزې پوليسو هم د دوستم د ساتونکو د نيولو هڅه کوله، خو د دوستم د ساتونکو لخوا زغلول شوي وو.

ياده سرچينه زياتوي، کله چې حوزه په دې کار کې ناکامه شوه؛ نو حکومت د کابل ګارنيزيون ته امر وکړ چې دفتر ته د دوستم د تګ مخه ونيسي او ساتونکي يې د قانون منګولو ته وسپاري.

د صدارت ماڼۍ يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار وخته د بېلا بېلو ا رګانونو ګڼ شمېر ځواکونه سيمې ته راغلل او په دې ماڼۍ کې د ولسمشر او اجراييه رياست د څلورو واړو مرستيالانو دفترونه يې وتړل او کارکوونکي يې رخصت کړل.

د دې ترڅنګ، يوې امنيتې سرچينې رسنيو ته ويلي ، د جنرال کور له دې امله محاصره شوی چې هغه له خپل ځان سره ډېر زيات ساتونکي راوستي، د لويې څارنوالۍ مکتوبونو ته يې اهميت نه دی ورکړی او د ساتونکو له ډلې يې يواځې دوه کسان څارنوالۍ ته ورغلي او اووه نور يې لا تراوسه هم لويې څارنوالۍ ته نه دي حاضر شوي.

د کابل ګارنيزيون او د پوځ يو شمېر سرتېري له تېرې شپې راهيسې د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د کور شاوخوا له پيکا او راکټونو سره يو ځای؛ ځای پرځای شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.