ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاپي ګاز نل لیکې پروژې د انجنیرۍ ډیزاین چارو د پرانیستې تفاهم لیک لاسلیک شو

د ټاپي ګاز نل لیکې پروژې د انجنیرۍ ډیزاین چارو د پرانیستې تفاهم لیک لاسلیک شو

author avatar
21 Feb 2017 - 18:52
د ټاپي ګاز نل لیکې پروژې د انجنیرۍ ډیزاین چارو د پرانیستې تفاهم لیک لاسلیک شو
author avatar
21 Feb 2017 - 18:52

کابل (پژواک، ٣ کب ٩٥): د ولسمشر غني په حضور کې د ټاپي ګاز نل لیکې پروژې د انجنیرۍ ډیزاین چارو د پرانیستې تفاهم لیک لاسلیک شو.

دغه تفاهم ليک د افغان ګاز کمپنۍ سرپرست عبدالقیوم رشید او د ای، ایل، ایف کمپنۍ مشر سټيفن، نن له غرمې مخکې په ارګ کې لاسلیک کړ.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د زېربنا په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي وویل، د خوښۍ ځای دی چې د دغې ملي او سیمه ییزه پروژې د بشپړتیا په برخه کې یو مهم ګام اخلي او په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار د پیل د برخې تفاهم لیک لاسلیکوي.

ده زياته کړه، دا پروژه یواځې د ګازو نل لیکه نه ده، بلکې د نوري فایبرد لېږد لپاره یو اقتصادي دهلېز دی چې ترکمنستان، افغانستان، هند او پاکستان سره نښلوي او همدارنګه دغه هېوادونه له اروپا سره نښلوي.

نوموړي له ولسمشر غني او همدارنګه د ترکمنستان له جمهور رئیس څخه په مننې چې د افغانستان د پرمختګ او ثبات په نیت یې ټاپي پروژه پرانیستله، وویل، ټاپي د هغو ولایتونو اوسېدونکو ته چې دا پروژه ورڅخه تېرېږي، د کار زمینه برابروي.

د هغه په وينا، نن د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ ورځ ده چې د اشرف غني د لیدلوري له برکته، نن د دې لویې پروژې د بشپړتیا لپاره یو ستر ګام اخلو.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې غزال حبیب یار دغو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، ټاپي پروژه چې د ٧،٤ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت په دوو پړاوونو کې بشپړېږي، د افغانستان او د سیمې هېوادونو لپاره د ثبات د تامین، د انرژۍ د تمویل او له اقتصادي او اجتماعي پلوه زیات ارزښت لري.

هغې زياته کړه، د ګازو د نل لیکې پروژې لومړی پړاو د  پروژې د امنیت تنظیم، موافقتنامې، د پروژې طرحه او ډیزاین، د پروژې محیط زیستي او اجتماعي مطالعات، ماین پاکي، د ګازو نل لیکې د مسیر د جزئیاتو سروې او د ځمکې د استملاک سروې ده، چې په یو کال کې به بشپړ شي.

نوموړې څرګنده کړه، د ټاپي پروژې دویم پړاو چې بشپړول به یې درې کاله وخت ونیسي، په اساسي توګه د پروژې عملي تطبیق دی.

د دې په خبره، ټاپي د ګازو نل لیکه چې ۱۷۳۵ کیلومتره اوږدوالی او په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز د انتقال ظرفیت لري، له ترکمنستان څخه پیل د هرات، فراه، هلمند، نیمروز او سپین بولدک له لارې پاکستان او هندوستان ته غځېږي. 

د کانونو او پټرولیم سرپرستې وزیرې څرګنده کړه، افغانستان به د ټاپي ګازو نل لیکې له لارې د کال ۴۰۰ میلیون ډالر د ګازو ترانزیټ ترلاسه کړي. افغانستان به د منځنۍ اسیا د ترانزیټ په مرکز بدل کړي او د افغانستان لپاره به مهم اقتصادي دهلېز وي، ځکه د ټاپي مسیر کې ځینې نورې پروژې، لکه د برېښنا لېږد، د اورګاډي کرښې جوړول او د صنعتي پارکونو تاسیس، د نوري فایبر انتقال او نورهم په پام کې دي.

هغې زیاته کړه، د افغانستان حکومت د ټاپي د ګازو نل لیکې پروژې تطبیق د تیاري لپاره له هغو اړوندو وزارتونو او ادارو سره چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د پروژې تطبیق کې شامل دي، بحثونه پیل کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.