ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ترافيکي پېښه کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
21 Feb 2017 - 18:50
author avatar
21 Feb 2017 - 18:50

محمود راقي (پژواک، ٣ کب ٩٥): د کاپيسا ولايت په کوهستان ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کاپيسا دامنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د کب  په ٣مه، پژواک خبر ي اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه مهال د کوهستان ولسوالۍ د شرکت او سنجن پر سړک رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د ملکي وګړو يو کرولا موټر له سړکه اوښتى او چپه شوى دى، چې له امله يې دوه تنه مړه او څلور ژوبل شوي دي.

د الهام په نامه يو تن عيني شاهد پژواک ته وويل چې په مړو کې يوه ښځه هم شامله ده او ټپيان د پنجشېر ولايت روغتون ته لېږدول شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.