ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې چارواکو د لسګونو پروژو د پيل ژمنې وکړې

author avatar
21 Feb 2017 - 19:27
author avatar
21 Feb 2017 - 19:27

ښرنه (پژواک، ٣ کب ٩٥) : پکتيکا ته  ګڼ شمېر دولتي چارواکو د سفر پر مهال په دغه ولايت کې د بيارغونې د لسګونو پروژو د پيل  ژمنې وکړې.

د پکتيکا والي محمد الياس وحدت په دې اړه يوې جوړې شوې لويې غونډې ته وويل، چې دوی په پکتيکا کې د ولسونوغوښتنې درک کړي او هغه يې په همغه وخت ولسمشر ته رسولې دي.

هغه زياته کړه چې په همدې موخه د ولسمشر په سپارښتنه نن يو لوړ پوړى پلاوى راغلى چې په کې د بېلا بېلو ادارو استازي او د ولسمشر سلاکاران شامل دي.

وحدت وويل چې پکتيکا د نورو ولايتونو په پرتله پراخ ولايت دى او له وګاونډي هېواد پاکستان سره هم لويه ګډه پوله لري، چې هره شېبه په کې دښمن د بريد هڅه کوي .

خو هغه وويل چې د ولسونو په ملاتړ امنيتي ځواکونو د هېواد له پولو ساتنه کړې ده.

د پوهني وزارت مرستيال ابراهيم شينواري وويل چې پکتيکا وال په هره برخه کې ښه استعدادونه لري، خو تېرو کلونو کې ورته  مرکز (کابل) هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

د هغه په وينا، دوی  په راتلونکي ۱۳۹۶ لمريز کال کې پکتيکا دهيواد په لسو هغو ولايتونو کې نيولی چې د پوهني په برخه کې ورته ډير کار  وشي.

شينواري وويل، دوى پلان لري چې په دغه ولايت کې د  ۶۶۰ ميليونه افغانيو په لګښت  پروژې پلې کړي.

د فوايد عامې وزارت معين شيرولي شيرزي هم په خپلو خبرو کې وويل چې راتلونکي  کال کې به د پکتيکا د ولسواليو د سړکونو جوړولو، د تخريب شوو سړکونو ترميم او نورو بېلابېلو  برخو کې   ۱۲ ميليارده افغانۍ ولګوي.

هغه وايي، د يادو پروژو دپيل پرمهال چې په راتلونکي کال کې به يې کارونه پيل شي، کارکوونکي به يې  ټول پکتيکا وال وي، ځکه له يوې خوا به په دغه ولايت کې د بيارغونې کارونه تر سره شوي وي او له بل لوري به  خلکو ته دکار زمينه برابره شوې وي.

د کانونو او پټروليم وزارت مرستيال هم وويل چې په هيوادکې پنځه د نفتو حوزې شته چې يوه يې هم په پکتيکا کې ده .

هغه زياته کړه چې راتلونکی کال به د پکتيکا د نفتو په حوزه کار وکړي چې ددې وزارت له لوري ورته ۵۰۰ ميليونه افغانۍ هم منظورې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.