ښرنه (پژواک، ٣ کب ٩٥) : پکتيکا ته ګڼ شمېر دولتي چارواکو د سفر پر مهال په دغه ولايت کې د بيارغونې د لسګونو پروژو د پيل ژمنې وکړې.
د پکتيکا والي محمد الياس وحدت په دې اړه يوې جوړې شوې لويې غونډې ته وويل، چې دوی په پکتيکا کې د ولسونوغوښتنې درک کړي او هغه يې په همغه وخت ولسمشر ته رسولې دي.
هغه زياته کړه چې په همدې موخه د ولسمشر په سپارښتنه نن يو لوړ پوړى پلاوى راغلى چې په کې د بېلا بېلو ادارو استازي او د ولسمشر سلاکاران شامل دي.
وحدت وويل چې پکتيکا د نورو ولايتونو په پرتله پراخ ولايت دى او له وګاونډي هېواد پاکستان سره هم لويه ګډه پوله لري، چې هره شېبه په کې دښمن د بريد هڅه کوي .
خو هغه وويل چې د ولسونو په ملاتړ امنيتي ځواکونو د هېواد له پولو ساتنه کړې ده.
د پوهني وزارت مرستيال ابراهيم شينواري وويل چې پکتيکا وال په هره برخه کې ښه استعدادونه لري، خو تېرو کلونو کې ورته مرکز (کابل) هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
د هغه په وينا، دوی په راتلونکي ۱۳۹۶ لمريز کال کې پکتيکا دهيواد په لسو هغو ولايتونو کې نيولی چې د پوهني په برخه کې ورته ډير کار وشي.
شينواري وويل، دوى پلان لري چې په دغه ولايت کې د ۶۶۰ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کړي.
د فوايد عامې وزارت معين شيرولي شيرزي هم په خپلو خبرو کې وويل چې راتلونکي کال کې به د پکتيکا د ولسواليو د سړکونو جوړولو، د تخريب شوو سړکونو ترميم او نورو بېلابېلو برخو کې ۱۲ ميليارده افغانۍ ولګوي.
هغه وايي، د يادو پروژو دپيل پرمهال چې په راتلونکي کال کې به يې کارونه پيل شي، کارکوونکي به يې ټول پکتيکا وال وي، ځکه له يوې خوا به په دغه ولايت کې د بيارغونې کارونه تر سره شوي وي او له بل لوري به خلکو ته دکار زمينه برابره شوې وي.
د کانونو او پټروليم وزارت مرستيال هم وويل چې په هيوادکې پنځه د نفتو حوزې شته چې يوه يې هم په پکتيکا کې ده .
هغه زياته کړه چې راتلونکی کال به د پکتيکا د نفتو په حوزه کار وکړي چې ددې وزارت له لوري ورته ۵۰۰ ميليونه افغانۍ هم منظورې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن